پښتو ادب · شاعران
هیواد شیرزاد
د هیواد شیرزاد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
نوم مې هېواد دی. د ١٣٥٨ لمريز کال د غبرګولي په مىاشت کې د ننګرهار ولايت د جلال آباد په ښار کې زېږېدلى يم، کلی مې چې شورلا خېل نوميږي، د ننګرهار ولايت د شېرزادو د ولسوالۍ پورې مربوط دی . ځکه شېرزاد تخلص کوم.
لومړنۍ زده کړې مې د جلال آباد د ښار د محبوب سنګر (چې وروسته يې نوم نصرت شو) په ښوونځي کې کړي دي، بيا مې خپلې زده کړې تر دولسم ټولګي پورې د ننګرهار ولاىت په عالي لىسه کې پاى ته ورسولي. د ۲۰۰۰ کال راهيسې د سويډن د مالمو په ښار کې دخپلې کورنۍ سره د بې وطنۍ شپې ورځې تېروم. اوس په سويډن کې خپلې زده کړې کوم او همدا شان په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز د خپرونې (( نوې هيلې )) د کمپيوټر چارې پر غاړه لرم .
خبر نه يم چې د شعر سره مې مينه کله او څنګه پيدا شوه، خو کله به چې زموږ د پښتو ادبياتو استاد ښاغلي يارمحمد کوچي د ارواښاد ګل پاچا الفت "ليکوالي" راته تدريس کاوه او په هغه کې به يې په خوږو شعرونو مثالونه ورکول، نو خدای شته ما به ترې ډېر خوند اخيسته .
تراوسه مې يو څو کرښې ليکلي، چې ځانته شاعر نشم پرې ويلای، خو د شعر ډېر ښه مينه وال يم. د هر چا هر رنګ شعر چې وي ماته يې لوستل ډېر خوند راکوي.
شعرونه
18 خپاره شوي شعرونه
نصيبونهبشپړ شعر ولولئ
نصيبونه
هیواد شیرزاد
تاته اغـــــــــــزو نه هــــــم ګُلونه جوړ شول
مــــــاته ښاديو نه غــــمونه جــــــــوړ شول
زه چــــــې ګُل واخلمه اغــــــــزي شي راته
تاته له کاڼو نه لالـــــــــونه جــــوړ شــــــول
ستا په خولګۍ کې خو خندا ښکارېده
زما زړګـــــي ته ترې داغونه جــــوړ شول
تاته د هجر شپې يو څـــــو شېبې شــــوې
مـــــاته له هــــرې شپې کلونه جوړ شـــول
ته بــــې خــــــبره له غـــــمـونو ګــــــرځـــــــې
زمـــا له اوښکـــو سېلابونه جـــــوړ شول
تانـــــــه به هـــېرې وي دا ســــتا خـــــــبرې
ماته دې هر لفظ نه زخمونه جـــــوړ شول
زمـــــــا د ټولــــــــې زنده ګــــۍ نه اشـــــــنا
اوس د هيواد يو څـــــو بيتونه جوړ شول
جانانه ولېبشپړ شعر ولولئ
جانانه ولې
هیواد شیرزاد
جانانه ولـــــــې رانـــــــــه ته خپه شوې
دومره خو ووايـــــــــه په څه خپه شوې
کاشکې چې زه په سترګو نه واى بينا
ته چې زمــــــــا په تش کاته خپه شوې
ګلـــــې د شمعې پـــــــــــــه ژړا ژړېږې
که د پتنګ په سوځېـــــده خپه شوې
يا خــــو رقيب درتـــــــه ويلي دي څه
يا خو زما په بېلتانـــــــــه خپه شوې
ما ويل چې ژوند به خــــــــــندا تېروو
ته خو په يو ځل مسيده خـــــــپه شوې
که زه خبر واى مـــــا به نه څـــــــــيراوه
چې په شلېدلي ګرېوانه خپه شـــــوې
( هېــــواد ) دې تمــــــــه د بقــــا لــــرله
ته لا ترې اوس په ژوندانه خپه شوې
د سوګندونو ماتېدلبشپړ شعر ولولئ
د سوګندونو ماتېدل
هیواد شیرزاد
په تورو زلفو زنګېـــــــــــــدل زده کوو
ډکو پيالو کــــــې لمبــــــېدل زده کـوو
مــونږه د ښکلو له نــــــــــــظره ورک يو
ځکه يې زړو کې اوســــــېدل زده کوو
دا ازلي ژړا مــــــو ډېـــــــــــره وکـــــــړه
راځـــــئ ملګرو خندېـــدل زده کـــــوو
چې يې الزام د مينـــــــــــــــې راکړلو نو
خـود به په دار بـــــاندې ختل زده کوو
نه ځو د نـــــــــــــــــورو په رڼا پسې نور
پخــــپله شمـــعه ســــــوځېدل زده کوو
خير دی که لمر زمونږ نه کډه شولــــــو
اوس په رڼــا د ستورو تلل زده کـــــــوو
نور مو د صبر بېړۍ ډوبـــــــــه شــــــوله
د ســــــــوګندونو ماتــــېدل زده کـــــوو
( هېواده ) مســـــــــــــــته ميکده راښيه
د زړه د للــــــمو اوبېـــدل زده کــــــــــوو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هیواد شیرزاد
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هیواد شیرزاد
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هیواد شیرزاد
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هیواد شیرزاد
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هیواد شیرزاد