د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي هیواد شیرزاد شعرونه

غزل

ژوند چې شو د بل په اشارو روان 
بخت مې له ورغوي نه ورو، ورو روان

اى وخته، په موږ هم کله ښه راشه! 
وګوره حالات څه په نخرو روان

خدايه! خاتمه ددې غم کله کړې!؟ 
دا چې د افغان دى په کورو روان

سوله خو دې څرَکنده څرګنده شي
زه به ورسره په نغارو روان

ياره، که حالات همداسې وو، چې دي
ګورې به، هېواد به وي په غرو روان.
د شاعر نور شعرونه ←