د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي هیواد شیرزاد شعرونه

غزل

داسې ګل شوې چې ګلزار درپسې ګوري
د بلبلو يو کتار درپسې ګوري

ته چې هسکه غاړه تېره په ګودر شې
جګ نښتر او لوړ چنار درپسې ګوري

د سرو شونډو لال دې پټ ګرځوه ياره
پرې وېرېږمه، ښامار درپسې ګوري

خدايږو ستا زړه به په چا پسې درزيږي
زما سترګې په دې لار درپسې ګوري

د قاف غره کې يې پيدا نه کړې جانانه
هېواد تللى ننګرهار درپسې ګوري.

2005 مالمو.
د شاعر نور شعرونه ←