د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي هیواد شیرزاد شعرونه

د سوګندونو ماتېدل

 په تورو زلفو زنګېـــــــــــــدل زده کوو
 ډکو پيالو کــــــې لمبــــــېدل زده کـوو

مــونږه د ښکلو له نــــــــــــظره ورک يو
 ځکه يې زړو کې اوســــــېدل زده کوو

دا ازلي ژړا مــــــو ډېـــــــــــره وکـــــــړه
 راځـــــئ ملګرو خندېـــدل زده کـــــوو

چې يې الزام د مينـــــــــــــــې راکړلو نو
 خـود به په دار بـــــاندې ختل زده کوو

نه ځو د نـــــــــــــــــورو په رڼا پسې نور
 پخــــپله شمـــعه ســــــوځېدل زده کوو

خير دی که لمر زمونږ نه کډه شولــــــو
اوس په رڼــا د ستورو تلل زده کـــــــوو

نور مو د صبر بېړۍ ډوبـــــــــه شــــــوله
 د ســــــــوګندونو ماتــــېدل زده کـــــوو

( هېواده ) مســـــــــــــــته ميکده راښيه
 د زړه د للــــــمو اوبېـــدل زده کــــــــــوو

د شاعر نور شعرونه ←