د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي هیواد شیرزاد شعرونه

غزل

د ګلاب غوندې ځواني ده ستا په لاس کې
او، زمونږه زندګي ده ستا په لاس کې

هم د زړونو ابادي ده ستا په لاس کې 
هم د زړونو بربادي ده ستا په لاس کې

چې پاچا درپسې وخوري تيندکونه 
بس خو ټووووله پاچاهي ده ستا په لاس کې

ذکاتونه په تا ډېر اوړي، بخيلې
ښه د حُسن پرېماني ده ستا په لاس کې

د هېواد په زړه او ذهن چې دې راج دى
خود يې ټوله شاعري ده ستا په لاس کې.
د شاعر نور شعرونه ←