افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
جانانه ولې
جانانه ولـــــــې رانـــــــــه ته خپه شوې
دومره خو ووايـــــــــه په څه خپه شوې
کاشکې چې زه په سترګو نه واى بينا
ته چې زمــــــــا په تش کاته خپه شوې
ګلـــــې د شمعې پـــــــــــــه ژړا ژړېږې
که د پتنګ په سوځېـــــده خپه شوې
يا خــــو رقيب درتـــــــه ويلي دي څه
يا خو زما په بېلتانـــــــــه خپه شوې
ما ويل چې ژوند به خــــــــــندا تېروو
ته خو په يو ځل مسيده خـــــــپه شوې
که زه خبر واى مـــــا به نه څـــــــــيراوه
چې په شلېدلي ګرېوانه خپه شـــــوې
( هېــــواد ) دې تمــــــــه د بقــــا لــــرله
ته لا ترې اوس په ژوندانه خپه شوې