پښتو ادب · شاعران
رحمت شاه سايل
د رحمت شاه سايل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
د ښاغلي رحمت شاه "سائل" لنډه پېژندنه
رحمت شاه "سائل" د امين ګل زوی دی چې په ۱۳۲۸ هـ ل کال د پېښور د ملاکنډ ايجنسۍ د درګی د سيمې د ورتير په نوم کلي کې زېږېدلی دی. زده کړه يې تر څلورم ټولګي پورې کړې، خو په ليک لوست ډېر ښه پوهيږي. د پښتو ژبې يو بيدارمغز او د حساس ذهن شاعر دی.
د رحمت شاه "سائل" نوم د ډېر شهرت لرونکی دی. د خپل ادبي فعاليت په دوران کې يې دغه لاندې علمي او ادبي کارونه هم کړي دي چې د پښتو پاڼکه به پرې د تل لپاره درنه وي.
۱- ريبار ـــ د شعرونو لومړۍ ټولګه.
۲- سره بڅري ـــ د انقلابي نظمونو او شعرونو ټولګه.
۳- د وير په چم کې وار د نغمو دی ـــ د شعرونو ټولګه.
۴- د لمبو سيوری ـــ د شعرونو ټولګه.
۵- درد چه د څړیکو څانګې اوسپړلې ـــ د شعرونو ټولګه.
۶- آخري سندره ـــ د لنډو کیسو ټولګه.
۷- د وینو رنګ په لمبو څنګه ښکاري ـــ د شعرونو ټولګه.
۸- حالات چې اور وروي ـــ د شعرونو ټولګه.
۹- د ښایستونو د سپرلی بادونه ـــ د شعرونو ټولګه.
پاتې دې نه وي چې د "سائل" صېب د لمبو سيوری ،درد چه د څړیکو څانګې اوسپړلې،آخري سندره، د وینو رنګ په لمبو څنګه ښکاري او حالات چې اور وروي زموږ په کتابتون کې شته خو د وخت له کمې څخه نه شو کولې چې د سائل صېب ټول شعرونه ان لاین کړو.
له "دا ليکوال او دا څېرې" څخه
شعرونه
46 خپاره شوي شعرونه
ملګروبشپړ شعر ولولئ
ملګرو
رحمت شاه سايل
زما د خوږ ژوندون د مينې پــسرلــــــــــو مـلګرو
زما د خيال زما د مينې ليـــــــــونـــــــــو ملــګرو
د ګل په څانګه و ژوندون که په ازغو مــــــــلګرو
مونږ په هر حال کښې ښه په مينه تيروو ملګرو
وخــــــــت که به هر څه و د مينې پښتنو ملګرو
مونږ بــــــه د ګل هسې نظر کښې غوړو ملګرو
زما دخيــــــــال زمـــــــــا د فکـــر او جذبو ملګرو
اې د خوږې مينې د لارو د کـــــــوڅـــــــو ملګرو
د مستقبل د خيال د ټولو رنګــــــــــــينو ملــــګرو
د پښتنى فکر د دشــــــتو او ميـــــــرو ملـــــګرو
مونږ د ادراک او د عمــــــــل پـــه لاره تګ هم کوو
مونږه د تګ دپاره هر چاته يـــــــو غـــــــږ هم کوو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحمت شاه سايل
زما تصوير زمـــــــــــا غزل زمـــــــــا سنــــــــدره واوره
په فن پارو شونـــــــډو د ژونـــد د لار خبـــــــــره واوره
ستا د تاو کړو بنړو غشى پــــــــــرې ولاړ ګــــــــرځوم
باقى قصه زمــــــــــا د زړه د هـــــــر پــــرهــــره واوره
په مخ ئې اوښــــــــکې او په شونډو د انکار ټکى دى
زړګيه راشه کــــــــــنه! بـــــــــله د دلبـــــــــره واوره
نن آئيــــــــــنې تـــــــــه ډيـــــــر ډير اوګوره زما دپاره
زما د قــــــــتل فيصله د خـــــــــــپل دلبــــــــره واوره
يه د زړه دړده ځايې د خپل دړد په کتاب کښې ورکه
د آدم خــــان او درخــــــــانـــئ قصــــه د سره واوره
د ماښامو خيالونو ټول قياسونه ټـــــــــولې معـــــنې
لکه د نن بڼګړو د شړنګ د مــــــــــازيــــــــګره واوره
د خپلې مينې د سائل ليـــــــــونـــــــى خواله راشه
د زړه درزا ئې د غلـــــبيل غلبـــــيل ځيـــــــګره واوره
دبشپړ شعر ولولئ
د
رحمت شاه سايل
د
ښاغلي رحمت شاه "سائل" لنډه پېژندنه
رحمت
شاه "سائل" د امين ګل زوی دی چې په ۱۳۲۸ هـ ل
کال د پېښور د ملاکنډ ايجنسۍ د درګی د سيمې د ورتير په نوم کلي کې
زېږېدلی دی. زده کړه يې تر څلورم ټولګي پورې کړې، خو په ليک لوست
ډېر ښه پوهيږي. د پښتو ژبې يو بيدارمغز او د حساس ذهن شاعر دی.د
رحمت شاه "سائل" نوم د ډېر شهرت لرونکی دی. د خپل ادبي فعاليت په
دوران کې يې دغه لاندې علمي او ادبي کارونه هم کړي دي چې د پښتو
پاڼکه به پرې د تل لپاره درنه وي.۱-
ريبار
ـــ د شعرونو لومړۍ ټولګه.
۲-
سره
بڅري
ـــ د انقلابي نظمونو او شعرونو ټولګه.
۳-
د
وير په چم کې وار د نغمو دی
ـــ د شعرونو بله ټولګه.
۴-
د
لمبو سيوری
ـــ د شعرونو ټولګه.
پاتې
دې نه وي چې د "سائل" صېب نورې ټولګې هم د چاپ لاندې دي.له
"دا ليکوال او دا څېرې" څخه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحمت شاه سايل
ما درله د ګل جنازه نه راوړه
راغلم خو په لاس کې مې لمبه راوړه
پاڅه خوبولې سترګې پرانیزه
ما درله د ورځ رڼا په شپه راوړه
توان د اودریدو لرې که نه لرې ؟
اوښکو مې تازه یوه قیصه راوړه
تنده مې پرې ستا د زلفو ماته کړه
دا هوا د چرته نه وږمه راوړه ؟
بې د یار له ذکره، فکره بل کمال ؟
روح له مې اسباب د ګناه مه راوړه
څړ یکه د
سائل
د زړه پرهر اوکړه
زلفې کړه خورې ورې ، ډیوه راوړه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحمت شاه سايل
اوښکې څه
داسې چل په سترګو د جانان کې کوي
لکه واړه چې پټ پټوڼی په باران کې کوي
ما د ټپې غوندې په غېږه د ژوندون کې واخلي
ماته زما قیصه په جار او په قربان کې کوي
د غوټۍ پټ تبسم هم د ګلستان برخه وي
دا خلک څنګه ژوند په ذات کې او په ځان کې کوي؟
د پښتنې مینې د زخم د ګلابه زار شم
چې تل ګلونه په فراق او په هجران کې کوي
یمه حیران دا دلته دومره خاموشي ولې ده؟
پاڼې که وچې هم شي شورخو په خزان کې کوي
چې زړه ترې غواړي، سر ترې غواړي د خیال اور ترې غواړي
سائل
ژوندون د داسې مینې په درمان کې کوي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحمت شاه سايل
سرې شګې
الوتې د ګل موسم نه ؤ جانانه
خو ستا یو یو نظر د ګل نه کم نه ؤ جانانه
په شونډو کې دې خدایزده وه د کوم سپرلي سندره
په لاس کې دې غانټول نه ؤ شړشم نه ؤجانانه
ګونګی ؤ هر بتکی په هر ګوټ پیر کې خاموشي وه
دا دغسې دستور خو ستا د چم نه ؤ جانانه
ما اوریدې ، موجود وې د هر کاڼي په وجود کې
خو ستا د زړه په کاڼي کې صنم نه ؤ جانانه
نن څه چل ؤ ، شکي خو د
سائل
په مینه نه وې؟
په زلفو کې دې هغه پیچ وخم نه ؤ جانانه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحمت شاه سايل
لکه د اوښکې
زړه ژور نه لري
داسې موجونه سمندر نه لري
تا به په خپل تصویر کې څوک ځایوي؟
دلته خو څوک داسې هنر نه لري
په څومره خلکو کې تنها وي سړی
چې زړه لري او د زړه سر نه لري
په خوله خو اوس هم خلک مینې کوي
په شونډو پاړ په زړه پرهر نه لري
مازدیګری په زړه د ننه ژاړي
پېغلې منګی لري ګودر نه لري
ستا د خبرو د منطق نه لوګی
وزن بلا لري ، باور نه لري
قیصه زما د مستقبل
سائله
چې شپه لري څنګ به سحر نه لري
څلوریزهبشپړ شعر ولولئ
څلوریزه
رحمت شاه سايل
څلوریزه
ستا د حسن د
اسمان انګړ خالي شو
ستا د خال د خندا ستوری پکې نشته
پښتونخواه شوه دهاړ سره
غرمه سائله
د ګلـــونو
د ســــــر سیوری پکې نشته
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحمت شاه سايل
شونډې درنه خوري خاموشي شور پکښې پیدا که
مري دې د مخ سره جانانه اور پکښې پیدا که
زړه مې یو ریدی دی ،لاله زار یې کړه جانانه
دغسې یو څو زخمونه نور پکښې پیدا که
زړه ته مې اوس نه را رسي ستا د بڼو غشي
تاو یې کړه، راتاو یې کړه لږ زور پکښې پیدا که
مه بدوه زړه د یار د کاڼي کاڼي زړه نه
دغلته صنم هم شته خو کور پکښې پیدا که
جانه د مودو نه زما زړه سوری سوری دی
ګل دي ستا خبرې خو ټکور پکښې پیدا که
څه رشته خو بویه د وطن سره "سائله"
کور دې پکښې نه سهي خو ګور پکښې پیدا که
چې په خندا ورتهبشپړ شعر ولولئ
چې په خندا ورته
رحمت شاه سايل
چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نشي
چېرې دې هم ستا د ښايست غوټۍ ګلونه نشي
راشه مظلوم زړه مې په يو نظر يوه لمبه کړه
چې په ظالم زړګي دې پاتې ارمانونه نشي
بيا د جنون مستي ځواني غواړي د مستې مينې
بيا چېرته خيال د تورو زلفو ځنځيرونه نشي
په دُعاګانو مې د خوږ زړګي دردونه نه ځي
څو چې ښېرې د شونډو تړم ټکورونه نشي
وړې مې د روح جنازه چېرته د خندا په اوږو
په وينو سره دې ترې شينکي شينکي خالونه نشي
د
نظر غشي مې په زړه باندې په پام اوروه
چېرته زخمي پکې دا ستا نازک يادونه نشي
خاموشې شونډې مې لوستې بيدارېدې ويل يې
اورونه مه چېړه لوګي دې پرې فکرونه نشي
ويده دنيا ای د (سائل ) قلمه مه لړزوه
د فريادي اوښکو مات ستوري تندرونه نشي