د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي رحمت شاه سايل شعرونه

ملګرو

زما د خوږ ژوندون د مينې پــسرلــــــــــو مـلګرو
زما د خيال زما د مينې ليـــــــــونـــــــــو ملــګرو

د ګل په څانګه و ژوندون که په ازغو مــــــــلګرو
مونږ په هر حال کښې ښه په مينه تيروو ملګرو

وخــــــــت که به هر څه و د مينې پښتنو ملګرو
مونږ بــــــه د ګل هسې نظر کښې غوړو ملګرو

زما دخيــــــــال زمـــــــــا د فکـــر او جذبو ملګرو
اې د خوږې مينې د لارو د کـــــــوڅـــــــو ملګرو

د مستقبل د خيال د ټولو رنګــــــــــــينو ملــــګرو
د پښتنى فکر د دشــــــتو او ميـــــــرو ملـــــګرو

مونږ د ادراک او د عمــــــــل پـــه لاره تګ هم کوو
مونږه د تګ دپاره هر چاته يـــــــو غـــــــږ هم کوو

د شاعر نور شعرونه ←