د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي رحمت شاه سايل شعرونه

 غزل

سرې شګې الوتې د ګل موسم نه ؤ جانانه
خو ستا یو یو نظر د ګل نه کم نه ؤ جانانه

په شونډو کې دې خدایزده وه د کوم سپرلي سندره
په لاس کې دې غانټول نه ؤ شړشم نه ؤجانانه

ګونګی ؤ هر بتکی په هر ګوټ پیر کې خاموشي وه
دا دغسې دستور خو ستا د چم نه ؤ جانانه

ما اوریدې ، موجود وې د هر کاڼي په وجود کې
خو ستا د زړه په کاڼي کې صنم نه ؤ جانانه

نن څه چل ؤ ، شکي خو د
سائل په مینه نه وې؟
په زلفو کې دې هغه پیچ وخم نه ؤ جانانه

د شاعر نور شعرونه ←