د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي رحمت شاه سايل شعرونه

غزل

زما تصوير زمـــــــــــا غزل زمـــــــــا سنــــــــدره واوره
په فن پارو شونـــــــډو د ژونـــد د لار خبـــــــــره واوره

ستا د تاو کړو بنړو غشى پــــــــــرې ولاړ ګــــــــرځوم
باقى قصه زمــــــــــا د زړه د هـــــــر پــــرهــــره واوره

په مخ ئې اوښــــــــکې او په شونډو د انکار ټکى دى
زړګيه راشه کــــــــــنه!  بـــــــــله د دلبـــــــــره واوره

نن آئيــــــــــنې تـــــــــه ډيـــــــر ډير اوګوره زما دپاره
زما د قــــــــتل فيصله د خـــــــــــپل دلبــــــــره واوره

يه د زړه دړده ځايې د خپل دړد په کتاب کښې ورکه
د آدم خــــان او درخــــــــانـــئ قصــــه د سره واوره

د ماښامو خيالونو ټول قياسونه ټـــــــــولې معـــــنې
لکه د نن بڼګړو د شړنګ د مــــــــــازيــــــــګره واوره

د خپلې مينې د سائل ليـــــــــونـــــــى خواله راشه
د زړه درزا ئې د غلـــــبيل غلبـــــيل ځيـــــــګره واوره

د شاعر نور شعرونه ←