پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
د
د ښاغلي رحمت شاه "سائل" لنډه پېژندنه
رحمت شاه "سائل" د امين ګل زوی دی چې په ۱۳۲۸ هـ ل کال د پېښور د ملاکنډ ايجنسۍ د درګی د سيمې د ورتير په نوم کلي کې زېږېدلی دی. زده کړه يې تر څلورم ټولګي پورې کړې، خو په ليک لوست ډېر ښه پوهيږي. د پښتو ژبې يو بيدارمغز او د حساس ذهن شاعر دی.
د رحمت شاه "سائل" نوم د ډېر شهرت لرونکی دی. د خپل ادبي فعاليت په دوران کې يې دغه لاندې علمي او ادبي کارونه هم کړي دي چې د پښتو پاڼکه به پرې د تل لپاره درنه وي.
۱- ريبار ـــ د شعرونو لومړۍ ټولګه.
۲- سره بڅري ـــ د انقلابي نظمونو او شعرونو ټولګه.
۳- د وير په چم کې وار د نغمو دی ـــ د شعرونو بله ټولګه.
۴- د لمبو سيوری ـــ د شعرونو ټولګه.
پاتې دې نه وي چې د "سائل" صېب نورې ټولګې هم د چاپ لاندې دي.له "دا ليکوال او دا څېرې" څخه