د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

امان الله سيلاب

د امان الله سيلاب پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

امان الله سېلاب ( ساپي ) د نصرلله زوی په ١٣١٢ هجري کال دسنبلې په مياشت کې د ننګرهار ولايت د کا مې په ( غازي ) نومې کلي کې زېږېدلی دی ، لومړنۍ زده کړې يې د کامې د اخوند کلي د ښوونځي څخه پېل اوپه ١٣٢٥ کال کې د ښوونځي بری ليک ترلاسه کړ او بيا شپږ کاله په ځانګړي توګه د فقې اصول ، تفسير ، احاديث صرف نحو، منطق ، حکمت ، عروض او نورو متداوله علومو په برخه کې ځنې کتابونه ولوستل . په ١٣٣١ کال کې د کابل د قاضيانو د مدرسې په دوېم ټولګي کې شامل شو او بيا له درېم ټولګي څخه د کابل د عربي دارالعلوم نهم ټولګي ته لاړ ، په ١٣٣٤ کال کې يې د عربي دارالعلوم څخه بري ليک ترلاسه کړ او بيا يې د عدلي وزارت د الفلاح د مجلې په دفتر کې په کار پېل وکړ .

په ١٣٣٩ کال کې د راډيو د خپرونو د مراقبت کفيل مقرر شو او بيا د راډيو افغانستان په بېلابېلو خپرنيز برخو کې په کارونو بوخت شو . سېلاب ( ساپي ) چې خپله شاعري يې په  ١٣٣٠ کال کې پېل کړې د پښتو ژبې ډېر ښه غزلبول شاعر و .

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

18 خپاره شوي شعرونه

 اثــــــــــربشپړ شعر ولولئ

 اثــــــــــر

امان الله سيلاب


نن بيا 
زړه  سوز  د  مينې  پارولی  غوندې  دی
قلم  يې  په  سرو سترګو  ژړولی  غوندې 
دی

اوتر 
اوتر  کاته  دې اشنا  نه  دي  بې  اثره
قسم  دی  چې  نظر  دې  جنګولی  غوندې 
دی

ساقي 
نن  دې  رپيږي  کنډولی  په  لاس کې  ولې
چا  وېل  چې  منګوټی  دې  ځنځولی  غوندې 
دی

ريباره 
چې  دې  شونډې  د  خندانه   نه 
ټوليږي
ښکاريږي  چې  اشنا  دې  خندولی  غوندې 
دی

په 
مينه  کې خندا  او  ژړا  غبرګې  تماشې 
دي
په  دې  سودا  مې  تل  ځان  غولولی 
غوندې  دی

(سېلابه) 
خوشامندې  بدې  مه  ګڼه  په  عشق  کې
پام   وکړه  چې  اشنا  دې  نازولی 
غوندې  دی


 

د مينې جامبشپړ شعر ولولئ

د مينې جام

امان الله سيلاب

څه 
شو  که  نوم  دې  په  خندا   اخلمه
هره  سلګۍ  درپسې  سا   اخلمه

ساقي 
راواړوه   يو  جام   د   مينې
څو  به   د  ښکلو  نوم   په  
غلا   اخلمه

د محبت 
د  هر  تنيدک  په  نامه
د  شوخو  سترګو  نه سلا   اخلمه

نور 
به تسل  د پاريدلي  احساس
د ميني  هر  قدم  رسا  اخلمه

د 
ارمانجنو  اميدو   په   خاطر
په  هر  منزل   کې  دې   رضا  
اخلمه

( سېلابه
)  زړه   راته  په  ډاک   وويل
سر   ورکومه   خو   اشنا  
اخلمه

د اوښکو امېلبشپړ شعر ولولئ

د اوښکو امېل

امان الله سيلاب

ټکوروم   د  زړه  داغونه  مخ  راواړوه 
ته
بل  مې  ګوګل  کې کړه  اورونه  مخ 
راواړوه  ته

کړه  مې لمبه نيمکښو سترګو کې په غلي نظر
چې  وخورم  نوي  تيندکو نه  مخ  راواړوه 
ته

د خزان  باد  مې لګېدلی  دی  د  زړه  په 
انګړ
چې  راستانه  شي  بهارونه  مخ  راواړوه 
ته

د  ژوندانه  ډيوه  مې ستا  په اميد  بله 
ده  لا
چې  بيا  ونه کړې ارمانونه مخ  راواړوه  ته

که حوصله مې لوړه  نه کړې ته په مسکو شونډو
رانه  ډوبيږي  اميدونه  مخ  راواړوه  ته

(سېلاب ) د ميني په بدل کې رڼې اوښکې امېل
درته  راوړي  سوغاتونه مخ  راواړوه ته


 

 د سترګو نندارېبشپړ شعر ولولئ

 د سترګو نندارې

امان الله سيلاب

ستا د
سترګو  بلا  واخلم  بيا دې  سترګې ولې  سرې
دي
پام  چې  وار   دې  خطا  نشي  ما
منلې  غرغرې دي

د 
آرزو  جوپه  باريږي  حوصلې وهي ترپکې
د  اميد په قافله کې جوړې  نوې  نغارې  دي

ستا 
د مينې د خزانه  بس  زما  ژوند  ته  بها 
ده
ګوندې  وخته  ما ليدلي  پخپل  سر  خاورې ايرې
دي

نازولې 
ليلا  راشه  د مجنون  ګرېوان  ته ګوره
دا  باران  د مرغلرو  که د اوښکو فوارې  دي

مخ 
دې  بلې لمبې  کاندې خوله  دې ګُل شي  بيا غُنچه 
شي
ځکه ماته ډېرې ګرانې  د پتنګ  بلبل  نخرې دي

پس 
له  ډېره  شواخونه  ستا د تلو نه قربانېږم
د نکريزو  په جامه  کې مې قربان  د زړه  قطرې 
دي

چې 
په  ژرنده  مې  ځان  وړه  کړو نو  ايله 
مې  وصال  بياموند
د رنجو په  نوم  مې  کړې  ستا د سترګو 
نندارې  دي

چې ارې 
ته مې  سر  ورکړ  نو اوربل  ته په خندا شوم
د ږمنځ  په رنګ ښکل کړي  زلفې  ما خورې  ورې 
دي

مبارک دې 
شه " سېلابه " د وصال استازې راغی
د ريبار  سره دې کړې  اشنا نوې مشورې  دي


 

لېونۍ مينې کړمبشپړ شعر ولولئ

لېونۍ مينې کړم

امان الله سيلاب


لېونۍ مينې کړم اشنا د
بيابانه سره

پرېږدئ چې ګرځم
لېونی په غرونو



اوس راته غرونه ګړنګونه

ښکاري د مينې
مهالونه


د غره په سر کيږډۍ وهمه
د جانانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو



د چا د شوخ نظر لپاره

په غرونو ګرځم
ناکراره


ماته دې غوره ببر سر
څيرې ګرېوانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو


د لېونۍ مينې د لاسه
 ناست يم د غم د
غره دپاسه


د تصور په ټال زنګېږم د
خپل ځانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو


مينه کې دومره بې پروا
يم

چې اوس خوشاله
په سارا يم


د مينې شور مې لګېدلی د
اسمانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو


(سېلابه ) زړه راته
ژړيږي
 
وړې سلګۍ مې نه
ودريږې


اخر به لاړ شم له دنیا
نه د ارمانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو


 

ميـــــــنهبشپړ شعر ولولئ

ميـــــــنه

امان الله سيلاب


سترګې راواړه اشنا په مينه
زړه دربخښلی درته ما په مينه


مين
په ژوند کې دغه فخر ګڼي
چې سر او  مال  يې شي تالا په مينه


خدايه زما ګوګل بې مينې مه کړې
لېونی خوښ يمه د چا په مينه


څنګه
هوسۍ غوندې اوتره شوې بيا
باور دې نه راځي زما په مينه


بيا
مې نوم په  خوله  وانخلې اشنا
که سر مې ورنه کړ دا ستا په مينه


د (
سېلاب ) زړه کې دا ارمان پاتې دی
که يو ځل بيا وکړې خندا په مينه

ناغه دارې سترګېبشپړ شعر ولولئ

ناغه دارې سترګې

امان الله سيلاب


څومره چې دې سترګې ناغه
دارې دي
هومره زما اوښکې نا کرارې دي


حال مې د مجنون نه بدتر
وګڼه
ستا سترګې چې دومره حيادارې دي


خيال مې استقبال ته
تيارې کوي
غبرګې سترګي تاته انتظارې دي


سترګې چې مې سترګو ته
سجدې کوي


سترګو ته مې سترګې ګناه
کارې دي


سترګې خو که سترګو نه
شرميږي تل
ځکه مې سلګۍ خپلې رېبارې دي


سترګو ته دې شوخ کله
کتی شمه
زلفې دې ګُستاخې څوکيدارې دي


سترګو مې (سېلابه )
سترګې وليدی
سترګې مې په سترګو کې سردارې دي


 

تکــــــــلبشپړ شعر ولولئ

تکــــــــل

امان الله سيلاب



راشه

 زما


 د
زړه بيان



 واخله

لږ  يې  په جار او په قربان



 واخله


عقله


 زما
غوندې



 مين
شه اول
نوم مې بياهله د جانان واخله


چې
لېوني ورنه په ډډه ګرځي
احوال

 ددې
څيرې ګرېوان

 واخله


چې
ستا رضا  وي زه رضا يم اشنا
راځه  زړګی  رانه  ارزان  واخله


ترور
 اوتر  دې د نظر  په اميد
ددې  تنکۍ مينې



 رومان 
واخله


په
 يو  نظر که  دې شهيد نه شومه
ناغه  کې  سر  رانه  تاوان

 واخله


د
خوږې  مينې په تکل ( سېلابه)
د خيال  قدم  په کهکشان  واخله