افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ميـــــــنه
سترګې راواړه اشنا په مينه
زړه دربخښلی درته ما په مينه
مين
په ژوند کې دغه فخر ګڼي
چې سر او مال يې شي تالا په مينه
خدايه زما ګوګل بې مينې مه کړې
لېونی خوښ يمه د چا په مينه
څنګه
هوسۍ غوندې اوتره شوې بيا
باور دې نه راځي زما په مينه
بيا
مې نوم په خوله وانخلې اشنا
که سر مې ورنه کړ دا ستا په مينه
د (
سېلاب ) زړه کې دا ارمان پاتې دی
که يو ځل بيا وکړې خندا په مينه