د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد امان الله سيلاب شعرونه

د اوښکو امېل

ټکوروم   د  زړه  داغونه  مخ  راواړوه  ته
بل  مې  ګوګل  کې کړه  اورونه  مخ  راواړوه  ته

کړه  مې لمبه نيمکښو سترګو کې په غلي نظر
چې  وخورم  نوي  تيندکو نه  مخ  راواړوه  ته

د خزان  باد  مې لګېدلی  دی  د  زړه  په  انګړ
چې  راستانه  شي  بهارونه  مخ  راواړوه  ته

د  ژوندانه  ډيوه  مې ستا  په اميد  بله  ده  لا
چې  بيا  ونه کړې ارمانونه مخ  راواړوه  ته

که حوصله مې لوړه  نه کړې ته په مسکو شونډو
رانه  ډوبيږي  اميدونه  مخ  راواړوه  ته

(سېلاب ) د ميني په بدل کې رڼې اوښکې امېل
درته  راوړي  سوغاتونه مخ  راواړوه ته


 

د شاعر نور شعرونه ←