افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ناغه دارې سترګې
څومره چې دې سترګې ناغه
دارې دي
هومره زما اوښکې نا کرارې دي
حال مې د مجنون نه بدتر
وګڼه
ستا سترګې چې دومره حيادارې دي
خيال مې استقبال ته
تيارې کوي
غبرګې سترګي تاته انتظارې دي
سترګې چې مې سترګو ته سجدې کوي
سترګو ته مې سترګې ګناه کارې دي
سترګې خو که سترګو نه
شرميږي تل
ځکه مې سلګۍ خپلې رېبارې دي
سترګو ته دې شوخ کله
کتی شمه
زلفې دې ګُستاخې څوکيدارې دي
سترګو مې (سېلابه )
سترګې وليدی
سترګې مې په سترګو کې سردارې دي