د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد امان الله سيلاب شعرونه

 اثــــــــــر

نن بيا  زړه  سوز  د  مينې  پارولی  غوندې  دی
قلم  يې  په  سرو سترګو  ژړولی  غوندې  دی

اوتر  اوتر  کاته  دې اشنا  نه  دي  بې  اثره
قسم  دی  چې  نظر  دې  جنګولی  غوندې  دی

ساقي  نن  دې  رپيږي  کنډولی  په  لاس کې  ولې
چا  وېل  چې  منګوټی  دې  ځنځولی  غوندې  دی

ريباره  چې  دې  شونډې  د  خندانه   نه  ټوليږي
ښکاريږي  چې  اشنا  دې  خندولی  غوندې  دی

په  مينه  کې خندا  او  ژړا  غبرګې  تماشې  دي
په  دې  سودا  مې  تل  ځان  غولولی  غوندې  دی

(سېلابه)  خوشامندې  بدې  مه  ګڼه  په  عشق  کې
پام   وکړه  چې  اشنا  دې  نازولی  غوندې  دی


 

د شاعر نور شعرونه ←