پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
لېونۍ مينې کړم
لېونۍ مينې کړم اشنا د
بيابانه سره
پرېږدئ چې ګرځم
لېونی په غرونو
اوس راته غرونه ګړنګونه
ښکاري د مينې
مهالونه
د غره په سر کيږډۍ وهمه
د جانانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو
د چا د شوخ نظر لپاره
په غرونو ګرځم
ناکراره
ماته دې غوره ببر سر
څيرې ګرېوانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو
د لېونۍ مينې د لاسه
ناست يم د غم د
غره دپاسه
د تصور په ټال زنګېږم د
خپل ځانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو
مينه کې دومره بې پروا
يم
چې اوس خوشاله
په سارا يم
د مينې شور مې لګېدلی د
اسمانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو
(سېلابه ) زړه راته
ژړيږي
وړې سلګۍ مې نه
ودريږې
اخر به لاړ شم له دنیا
نه د ارمانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو