د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په دوو اوونیو کې نږدې ۹۵،۵۰۰ افغانان له ایران او پاکستان هېواد ته ستانه شوي

افغان اتلان · پښتو
په دوو اوونیو کې نږدې ۹۵،۵۰۰ افغانان له ایران او پاکستان هېواد ته ستانه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان د تازه راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۲۵مې څخه د نومبر تر ۷مې پورې له ایران او پاکستان څخه ۹۵،۴۸۹ افغانان افغانستان ته داخل شوي دي.

راپور ښيي چې په دې موده کې له ایران څخه ۶۴،۷۳۲ کسان هېواد ته راغلي، چې د ټولو ثبت شویو راستنېدونکو ۶۸ سلنه جوړوي. له پاکستانه بیا ۳۰،۷۵۷ افغانان افغانستان ته داخل شوي، چې ۳۲ سلنه کېږي.

په همدې دوو اوونیو کې له افغانستان څخه د ۴۴،۸۹۹ کسانو وتل هم ثبت شوي دي. د شمېرو له مخې، ۳۴،۲۰۶ کسان ایران ته او ۱۰،۶۹۳ نور پاکستان ته تللي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې د هرات اسلام‌کلا بندر د ثبت شویو راتګونو تر ټولو لویه برخه لرله او د ټولو داخلېدونکو ۴۰،۵ سلنه تګ راتګ له همدې لارې ترسره شوی دی.

د اسلام‌کلا وروسته د نیمروز پل ابریشم بندر د ۲۵،۷ سلنې په لرلو دویم ځای خپل کړی، په داسې حال کې چې د کندهار سپین‌بولدک بندر د ۱۷،۶ سلنې په ثبتولو سره درېیم تر ټولو بوخت مسیر بلل شوی دی.