په ترکیه کې یونان ته د تګ پر مهال ۳۵ افغان کډوال نیول شوي

د ترکیې پولیسو په شمال لویدیځ بالیکسیر ولایت کې ۳۵ افغان کډوال نیولي دي. د راپور له مخې، دغو کسانو غوښتل د سمندر له لارې یونان ته واوړي.
پولیسو د عملیاتو پر مهال د کډوالو د قاچاق په تور څلور شکمن کسان هم نیولي دي. چارواکو ویلي چې د عملیاتو پر مهال د ژغورنې ۱۲ واسکټونه، د ژغورنې ټوبونه او درې پمپونه هم ترلاسه شوي دي.
د قضايي کړنلارې له بشپړېدو وروسته، له نیول شویو څلورو شکمنو کسانو څخه درې تنه د محکمې په حکم زندان ته لېږدول شوي دي.
څلورم شکمن کس بیا د قضايي څارنې لاندې خوشې شوی دی. د هغه د قضیې په اړه تر دې ډېر جزئیات نه دي ورکړل شوي.
۳۵ افغان کډوال د پولیسو له اقداماتو وروسته د ناقانونه کډوالو یوه مرکز ته لېږدول شوي دي. د هغوی د راتلونکي وضعیت او د بېرته ستنولو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.