د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د سوداګریزو خبرو لپاره هند ته ولاړ

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد د هند نړیوال سوداګریز نندارتون (IITF 2026) کې د ګډون لپاره د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته سفر کړی دی.
د دغه وزارت په وینا، زاهد به د خپل سفر پر مهال له لوړپوړو هندي حکومتي چارواکو، سوداګریزو استازو او پانګهوالو سره ناستې ولري. ټاکل شوې په دې لیدنو کې د افغانستان او هند ترمنځ پر سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو خبرې وشي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په خبرو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې لوړول، د افغان تولیداتو لپاره د نویو بازارونو موندل او د ګډو پانګونو د فرصتونو ارزول شامل وي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د زاهد د سفر موخه د سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا، د افغانستان د تولیداتو او صادراتي ظرفیتونو معرفي کول او له هند سره د اقتصادي تعامل لپاره د نویو لارو موندل دي.
د هند نړیوال سوداګریز نندارتون سږ کال په نوي ډیلي کې د نومبر له ۱۳مې تر ۲۷مې نېټې جوړېږي. د وزارت په وینا، د دې نندارتون په څنډه کې د افغان سوداګریزو او صادراتي وړتیاوو د مطرح کولو زمینه هم برابره ده.
تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ د لیدنو د پایلو یا د کومې مشخصې هوکړې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.