سکاتلنډ له افغانستان سره دوه اړخیزې لوبې دروي، نړیوالو سیالیو کې به مخامخېږي

د سکاتلنډ کرکټ بورډ اعلان کړی چې په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د ورزش، د وضعیت له امله به له افغان لوبډلې سره دوه اړخیزې کرکټ سیالۍ نه ترسره کوي؛ خو په هغو لویو نړیوالو سیالیو کې به ورسره مخامخ شي چې د کرکټ نړیواله شورا یې تنظیموي.
سکاتلنډي بورډ په خپله اعلامیه کې ویلي، دغه پرېکړه یې د غړو په وروستۍ غونډه کې کړې ده. د اعلامیې له مخې، تر هغه چې په افغانستان کې د ښځو د کرکټ او بشري حقونو په وضعیت کې څرګند بدلون نه وي راغلی، له افغان لوبډلې سره به د دوه اړخیزو سیالیو لړۍ نه جوړوي. انګلنډ او استرالیا هم تر دې وړاندې ورته دریځونه اعلان کړي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه په رسمي ډول د سکاتلنډ د پرېکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی. خو د بورډ یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي چې دوی تمه لرله سکاتلنډ به د انګلنډ او استرالیا په څېر ګام واخلي. نوموړي ادعا کړې چې افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لري، خو سکاتلنډ دویمه درجه غړی دی، او د دواړو هېوادونو ترمنځ اوس دوه اړخیزې سیالۍ هم نه ترسره کېږي.
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکي رئیس احمدزي په خپله ایکس پاڼه کې د خندا له نښې سره لیکلي چې افغان لوبډله به په نړیوالو سیالیو کې له سکاتلنډ سره په خوښۍ ولوبېږي او د ټیسټ سیالۍ لپاره هم چمتو ده. افغانستان د ټیسټ لوبو امتیاز لري، خو سکاتلنډ تر اوسه دغه امتیاز نه لري.
د افغانستان د کرکټ ځینو مسئولینو ویلي چې د نجونو د زده کړو او کار اړوند پالیسۍ د کرکټ بورډ په واک کې نه دي او د افغانستان سره د لوبو لغوه کول د ښځو او نجونو په حقونو کې عملي بدلون نه شي راوستلای. دوی د سکاتلنډ پرېکړه سیاسي بللې ده. په ورته وخت کې، افغان مخکښو لوبغاړو لکه راشد خان، محمد نبي او رحمان الله ګربز په خپلو رسمي حسابونو کې د نجونو د زده کړو او ښځو د کار پر محدودیتونو اندېښنه څرګنده کړې، خو تر اوسه د پام وړ بدلون نه دی راغلی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو، د ښځو پر کار او د ښځو پر ورزش محدودیتونه لګولي دي. حکومت دا موضوع داخلي مسئله بولي او وايي چې د ښځو او نجونو حقونه به د افغانستان د کلتور او شریعت له مخې تنظیموي؛ خو نړیوالې ټولنې دغه محدودیتونه غندلي او د لرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.