د افغانستان او تاجیکستان د پولې پیاوړتیا د ټولیز امنیت تړون سازمان لومړیتوب وبلل شو

د ټولیز امنیت د تړون سازمان وايي، له پولو هاخوا ګواښونو سره ګډه مبارزه او د افغانستان او تاجیکستان د پولې د پیاوړتیا پروګرام د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره د دغه سازمان له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.
د سازمان عمومي منشي طلعت بیک مسادیکوف دا څرګندونې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وکړې چې د نومبر پر لسمه په مسکو کې جوړه شوې وه. نوموړي وویل، په افغانستان کې دوامدار ثبات د مرکزي اسیا له امنیت او اوږدمهالې پراختیا سره مستقیم تړاو لري.
مسادیکوف زیاته کړه چې د سازمان د ځینو غړو هېوادونو او د طالبانو د حکومت ترمنځ دوه اړخیز تماسونه، او له افغانانو سره بشري مرستې، د ده په وینا د افغانستان له اقتصادي او ټولنیزې ودې سره مرسته کړې ده. هغه همداراز وویل چې د افغانستان په اړه د سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ همغږي د بهرنیو چارو وزیرانو د کاري پروګرامونو او د افغانستان د کاري ډلې له لارې ترسره کېږي.
د نوموړي په وینا، د افغانستان او تاجیکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د دولتونو ترمنځ ځانګړی پروګرام د ټولیز امنیت لپاره بنسټیز اهمیت لري. هغه وویل چې د دې پروګرام د عملي کولو لپاره کار پیل شوی، خو د پروګرام د بودجې، مهالوېش او نورو جزئیاتو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
د ټولیز امنیت د تړون سازمان شپږ غړي لري چې روسیه، ارمنستان، بلاروس، قزاقستان، قرغیزستان او تاجیکستان پکې شامل دي. د دغه سازمان د اعلان شوې اجنډا له مخې، له ترهګرۍ، نشهيي موادو، ناقانونه کډوالۍ او نورو امنیتي ګواښونو سره مبارزه یې له مهمو موخو څخه ده. روسیې او تاجیکستان تر دې وړاندې هم د افغانستان له اړوندو امنیتي ګواښونو او په سیمه کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د احتمالي پراخېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
له بلې خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هېوادونو غوښتي چې له طالبانو سره د اړیکو پر مهال احتیاط وکړي. دغه وزارت ویلي چې هېوادونه باید داسې اقدامات ونه کړي چې د طالبانو یا نورو ترهګرو ډلو د ملاتړ په معنا تعبیر شي. واشنګټن همداراز ویلي، د امریکا او نړۍ په ګټه ده چې افغانستان بیا د ترهګرو ډلو پر پټنځای بدل نه شي او خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي.
د سیمې د هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د اندېښنو سربېره، د طالبانو حکومت تل ویلي چې هېڅ ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنه کړي څو د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي. د همدې اختلافونو له امله د افغانستان امنیتي وضعیت او له دغه هېواد سره د ګاونډیانو اړیکې لا هم د سیمهییزو امنیتي بحثونو مهمه برخه بلل کېږي.