یونیسکو: د نجونو د زده کړو دوامدار بندیز د مسلکي کادرونو راتلونکی ګواښي

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو دوام کولی شي د مسلکي کادرونو د یوه نسل د له منځه تلو لامل شي.
د بیړنیو حالاتو په شرایطو کې د پوهنې لپاره د یونیسکو د پروګرام همغږونکې، هدا جابریان، امریکا غږ ته ویلي چې که نجونې او ښځې له ثانوي او لوړو زده کړو لرې پاتې شي، افغانستان به په راتلونکي کې د ښوونکو، روغتیايي کارکوونکو او نورو مسلکي کسانو له کمښت سره مخ شي.
جابریان ټینګار کړی چې د نجونو لپاره باید ښوونځي ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي، د هېواد ښوونیز نظام پیاوړی شي او ټولو ماشومانو ته د باکیفیته زده کړو د ترلاسه کولو زمینه برابره شي. د هغې په وینا، د نجونو او ښځو بېرته رسمي ښوونیز بهیر ته ستنېدل اساسي اهمیت لري او بدیلې زده کړې د رسمي ښوونځي ځای نه شي نیولی.
د نومبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په یوه خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د بندیزونو له امله شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې شوې دي. په راپور کې دا هم ویل شوي چې په ۲۰۲۶ کال کې هېڅ نجلۍ پوهنتونونو ته شامله شوې نه ده.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د واک له ترلاسه کولو وروسته د نجونو پر ثانوي زده کړو بندیز ولګاوه. په ۲۰۲۲ کال کې ښځې له پوهنتونونو منع شوې او په ۲۰۲۴ کال کې یې په طبي موسسو کې د ښځینه زده کوونکو پر زده کړو هم محدودیت ولګاوه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، طالبانو تر ۱۰۰ ډېر فرمانونه صادر کړي چې د ښځو او نجونو حقونه او ازادۍ محدودوي. په دغو محدودیتونو کې په دولتي ادارو او نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز، عامه پارکونو، ورزشي کلبونو او ښکلا مرکزونو ته د هغوی د تګ مخنیوی، او له نږدې نارینه محرم پرته د اوږد واټن سفر محدودول شامل دي.
یونیسکو وايي، افغانستان د زده کوونکو د بل نسل د له لاسه ورکولو توان نه لري او د نجونو د زده کړو د دوام لپاره باید عملي ګامونه واخیستل شي.