آریانا افغان د کابل او اسلاماباد د تګ راتګ ټکټونه ارزانه کړل

آریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې د کابل–اسلاماباد–کابل د الوتنو د ټکټ بیه یې کمه کړې ده. د شرکت د معلوماتو له مخې، د دغې لارې د تګ راتګ ټکټ به له دې وروسته په ۱۷۰ امریکايي ډالرو پلورل کېږي.
تر دې وړاندې د یاد ټکټ بیه ۱۹۰ ډالره وه؛ نو مسافر به د پخوانۍ بیې په پرتله ۲۰ ډالره لږ لګښت ورکوي.
شرکت زیاته کړې چې د زدهکړیالانو لپاره یې د همدې لارې ځانګړې بیه ۱۵۰ امریکايي ډالر ټاکلې ده. دا تخفیف یوازې د زدهکړیالانو لپاره د اعلان شوې ځانګړې بیې په توګه وړاندې شوی.
آریانا افغان وايي، د بیو د کمولو پرېکړه یې د دې لپاره کړې چې د مسافرینو د سفر لګښتونه راکم او هغوی ته، په ځانګړي ډول زدهکړیالانو ته، لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.