افغانستان د ۱۹ کلنو اسیا کپ په نیمه پایلوبه کې له هند سره مخامخېږي

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله د اسیا کپ سیالیو په نیمه پایلوبه کې له هند سره مخامخېږي. ټاکل شوې دا لوبه د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۳مه، د عمان په کوربهتوب ترسره شي.
افغانستان په ګروپي پړاو کې درې واړه لوبې وګټلې او د خپل ګروپ د جدول په سر کې یې ځای ونیو. دې لوبډلې په خپلو مخکنیو سیالیو کې بنګلهدېش، سریلانکا او مالیزیا ته ماتې ورکړې ده.
هند د متحده عربي اماراتو پر وړاندې له بریا وروسته نیمه پایلوبې ته لار وموندله. هندي لوبډلې په ګروپي پړاو کې یوه ماتې هم خوړلې او د خپل ګروپ په درجهبندۍ کې دویم مقام لري.
د سیالیو په بله نیمه پایلوبه کې به پاکستان له بنګلهدېش سره لوبه وکړي. پاکستان هم د ګروپي پړاو ټولې درې سیالۍ ګټلې دي.
د ۱۹ کلنو اسیا کپ په روان پړاو کې اته لوبډلې شاملې وې. متحده عربي امارات، نیپال، مالیزیا او سریلانکا له ګروپي سیالیو وروسته له ټورنمنټ څخه ووتل، او پاتې څلور لوبډلې د اتلولۍ لپاره په نیمه پایلوبو کې سیالي کوي.