د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د سړو خونو نشتون د مېوو بیې راټیټوي؛ بڼوال د زیانونو شکایت کوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

په افغانستان کې بڼوال وايي، د مېوو د ساتلو لپاره د معیاري سړو خونو کمښت او د بازار محدود امکانات د دې لامل شوي چې خپل حاصلات د راټولولو په موسم کې په ټیټو بیو وپلوري. دوی له طالبانو حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې په کرنیزو سیمو کې د مېوو د ذخیره کولو اسانتیاوې جوړې کړي.

په میدان وردګو، کندهار او غزني کې یو شمېر بڼوالو ازادي راډیو ته ویلي، د حاصلاتو پر مهال بازارونو ته د مېوو ډېر راتګ د بیو د کمېدو سبب شوی دی. د دوی په وینا، که د ساتنې لپاره مناسب ځایونه موجود وای، کولای شول خپل محصولات تر هغه وخته وساتي چې تقاضا او بیې لوړې شي.

د میدان وردګو د نرخ ولسوالۍ بڼوال ګل محمد وايي، سږ کال یې د مڼو حاصل ښه دی، خو د پلور بازار یې کمزوری دی. هغه وویل، ځینې مڼې چې د حاصلاتو پر مهال شاوخوا ۲۰۰ افغانۍ ارزښت لري، په ۸۰ یا ۹۰ افغانیو پلورل کېږي او د ۱۰۰ افغانیو مڼه ان په ۲۰ یا ۳۰ افغانۍ خرڅېږي. نوموړي زیاته کړه چې موجودې سړې خونې یا کافي نه دي او یا یې د ساتنې بیې د بڼوالو له وسې لوړې دي.

په کندهار کې، چې د انارو له مهمو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی، بڼوال هم ورته ستونزه لري. د دغه ولایت اوسېدونکي ګل ولي وویل، د انارو د ساتلو امکانات نه لري او اړ دی چې خپل حاصلات په هره بیه چې سوداګر یې اخلي، وپلوري. په غزني کې محمد ایاز باور لري چې د سړو خونو په جوړېدو سره به بڼوال وکولای شي مېوې له موسمي فشار وروسته په مناسبه بیه بازار ته وړاندې کړي؛ هغه وايي، دا کار به سوداګرو ته هم ګټه ورسوي.

د کرنې په برخه کې د سړو خونو کمښت له اوږدې مودې راهیسې یوه مهمه ستونزه بلل کېږي. محدود ظرفیت، د برېښنا نشتوالی، د ساتنې لوړ لګښتونه، د پانګونې کمښت او د مسلکي کارکوونکو نشتون هغه عوامل دي چې ډېری بڼوال یې له دغو اسانتیاوو بې‌برخې کړي دي. د کرنې متخصص ذکرالله صافي وايي، په هغو سیمو کې چې محصولات په سوداګریزه کچه تولیدېږي، د انرژۍ له مناسب سیستم سره مجهزې سړې خونې اقتصادي توجیه لري؛ ځکه د محصولاتو د ښه پلور عواید کولای شي لګښتونه جبران کړي.

صافي وړاندیز کوي چې دولت دې د خلکو په همکارۍ په لرې پرتو کرنیزو سیمو کې دا ډول زېربناوې جوړې کړي او که د دولت امکانات محدود وي، مرستندویه ادارې دې هم ونډه واخلي. د کارپوهانو په وینا، یوازې سړې خونې بسنه نه کوي؛ معیاري بسته‌بندي، مناسب ترانسپورټ او باوري برېښنا هم د مېوو د ضایعاتو په کمولو او د بڼوالو د عاید په لوړولو کې مهم دي.

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سړو خونو د اوسني ظرفیت او د بڼوالو د اړتیاوو لپاره د نویو اقداماتو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی. دغه وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې په هېواد کې شاوخوا ۴۵۰ لویې او وړې سړې خونې فعالې دي، خو د بڼوالو په وینا، د دغو مرکزونو شمېر، ظرفیت، موقعیت او د لاسرسي لګښتونه لا هم د هغوی اړتیاوې نه پوره کوي.