د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په ننګرهار کې بېوزلي خلک له نسخې پرته انټي‌بیوټیک کاروي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د فقر، د ډاکتر د فیس د لوړېدو او روغتیايي مرکزونو ته د محدود لاسرسي له امله د ناروغۍ پر مهال له طبي نسخې پرته انټي‌بیوټیک او نور درمل اخلي. روغتیاپالان خبرداری ورکوي چې د درملو دا ډول کارونه د میکروبي مقاومت او نورو جدي روغتیايي ستونزو سبب کېدای شي.

د ګوشتې اوسېدونکي تشریق خان ازادي راډیو ته ویلي، دی ډېری وخت د ځان او خپلو ماشومانو لپاره له درملتونونو څخه شربتونه او ګولۍ اخلي. د هغه په وینا، د ډاکتر فیس شاوخوا څلور یا پنځه سوه افغانۍ دی او کورنۍ یې د اقتصادي ستونزو له امله ناروغان ژر روغتیايي مرکز ته نه شي رسولی.

خان وايي، که ناروغ له څو ورځو وروسته هم ښه نه شي، یا د ملاریا او محرقې شک پرې وشي، بیا نږدې کلینیک ته ورځي. هغه زیاته کړې چې مېرمن یې هم کله ناکله د پیسو د سپما لپاره ماشومانو ته له بوټو جوړ شوي کورني او یوناني درمل ورکوي. د کابل اوسېدونکي مسعود بیا ویلي، په لرې پرتو سیمو کې د ډاکتر له مشورې پرته د انټي‌بیوټیک اخیستل د ډېرو کورنیو عادي کړنلاره ګرځېدلې ده.

د مسعود په خبره، په ځینو سیمو کې یا هېڅ ډاکتر نشته او یا روغتیايي مرکزونه له خلکو لرې دي؛ له همدې امله ناروغان له نږدې درملتون یا درمل‌پلورنځي څخه هر هغه درمل اخلي چې موجود وي. نوموړي ویلي، دا درمل ښايي د لنډ وخت لپاره درد او نښې کمې کړي، خو کله چې ناروغي شدیده شي، انټي‌بیوټیک اغېز نه کوي.

دواړه اوسېدونکي د طالبانو له حکومت او د عامې روغتیا له اړوندو ادارو غواړي چې په ځانګړې توګه لرې پرتو سیمو ته روغتیايي خدمتونه ورسوي. ازادي راډیو وايي، د عامې روغتیا وزارت له ویاند شرافت زمان څخه یې د درملتونونو له لارې د قوي انټي‌بیوټیکونو د پلور او څارنې په اړه د نظر غوښتنه کړې، خو د راپور تر خپرېدو یې ځواب نه و ورکړی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند جاوېد هژیر مخکې ویلي وو چې په هېواد کې ډېر خلک له نسخې پرته انټي‌بیوټیک کاروي. هغه ویلي و چې اداره یې د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې هڅه کوي خلک له خپل‌سرې درملنې راوګرځوي.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر ناصر فګار وايي، د انټي‌بیوټیکونو بې‌سنجشه استعمال د دې لامل کېږي چې میکروبونه د درملو پر وړاندې مقاومت پیدا کړي. د هغه په وینا، په راتلونکې کې به د ځینو ناروغیو درملنه ستونزمنه شي او د خپرېدو او مړینې خطر به لوړ شي. نوموړي د معدې او کولمو د زیان، د ځیګر او ګردو د ستونزو او د زړه د عوارضو یادونه کړې او ویلي یې دي چې ماشومان د لوړو دوزونو پر وړاندې لا ډېر حساس دي.

انټي‌بیوټیکونه د باکتریايي ناروغیو لپاره کارېږي او باید د مسلکي روغتیايي کارکوونکي له مشورې سره سم وکارول شي. د روغتیا نړیوال سازمان د انټي‌مایکروبیل مقاومت د پوهاوي په نړیواله اونۍ کې پر دې ټینګار کوي چې خلک باید له نسخې پرته دا درمل و نه کاروي، د درملنې ټاکلې دوره بشپړه کړي او د انسانانو، حیواناتو او چاپېریال په کچه د درملو د مقاومت د پراخېدو مخه ونیسي.