پسابند کې د نشهیي توکو پر ضد عملیات؛ اته کارخونې له منځه وړل شوې

د غور امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د نشهیي توکو پر ضد د شلو ورځنیو عملیاتو په پایله کې اته د تولید کارخونې له منځه وړل شوې دي.
د غور امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري ویلي، په دغو عملیاتو کې ۲۷ کسان نیول شوي او د نشهیي توکو د تولید په تړاو یو شمېر وسایل او وسایط هم کشف او ضبط شوي دي.
د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو ۱۲۷ کیلوګرامه «ایف» ډوله نشهیي توکي، ۸۵۰۰ ګرامه تصفیه شوي چرس، ۱۷ زره او ۲۰ کیلوګرامه وچه شوې یمه او دوه زره او ۷۵۰ کیلوګرامه هغه لومړني مواد نیولي چې د نشهیي توکو په جوړولو کې کارېږي.
بدري زیاته کړې چې له نیول شویو توکو سره یوځای ۱۵۰ موټرسایکلونه، دوه ټراکټورونه، یو کاماز موټر، دوه فولډر موټرې او دوې ژرندې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
د غور امنیې قوماندانۍ د ویاند په خبره، نیول شوي کسان د قانوني څېړنو لپاره محکمې ته سپارل شوي او کشف شوي نشهیي توکي سوځول شوي دي.