هلمند کې د نږدې ۲۰ ټنه نشهيي او کیمیاوي موادو د له منځه وړلو خبر ورکړل شو

د هلمند امنیتي چارواکي وایي، په بهرامچې ولسوالۍ کې نږدې ۲۰ زره کیلوګرامه نشهيي او کیمیاوي مواد سوځول شوي دي. د چارواکو په وینا، یاد توکي له پاکستانه راوړل شوي وو او د ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ساتل کېدل.
د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي نصیراحمد مهاجر پژواک ته ویلي، دا مواد د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د منسوبینو له لوري د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د بهرامچې له بېلابېلو سیمو راټول شوي وو.
د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په سوځول شوو موادو کې ۹۵۹ کیلوګرامه خام تریاک، ۴۳ کیلوګرامه پاخه تریاک، ۴۵ کیلوګرامه جوشي تریاک او ۴۵ کیلوګرامه چره شامل وو. همداراز ۱۶۳ کیلوګرامه ښیشه، ۲۰ کیلوګرامه بیست او ۱۷ زره کیلوګرامه چرس هم له منځه وړل شوي دي.
چارواکي وایي، د یادو موادو ترڅنګ ۱۲۰ کیلوګرامه بېلابېل نشهيي توکي، د نشې ګولۍ او ۱۴۱۶ لېټره تیزاب هم سوځول شوي دي. د توکو د راټولېدو او له منځه وړلو د څرنګوالي په اړه له دې پرته نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د هلمند د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر ملا امانالله حاجي لالا ویلي، د نشهيي توکو د قاچاق او ساتنې پر وړاندې به مبارزه جدي دوام ولري. هغه زیاته کړې چې هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي څو هلمند ته نشهيي توکي راوړي یا یې په دغه ولایت کې وساتي.