د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

راستنېدونکو افغانانو اقتصادي ستونزې؛ یوه کورنۍ د بیا کډوالۍ له وېرې سره مخ ده

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

له پاکستانه افغانستان ته د راستنو شویو کورنیو یوه برخه وايي، له بېرته ستنېدو څه باندې یو کال وروسته هم د کار، سرپناه او لومړنیو اړتیاوو د برابرولو له سختو ستونزو سره مخ دي. دوی زیاتوي چې محدودې مرستې او د عاید نشتوالی د دې لامل شوی چې د خپلو کورنیو راتلونکې په اړه اندېښمن شي.

ملک اکاخیل موسی‌زی، چې د ۴۷ کلونو کډوالۍ وروسته شاوخوا یو کال او درې میاشتې مخکې له خپلې نهه کسیزې کورنۍ سره د کابل قره‌باغ ولسوالۍ ته ستون شوی، وايي تر اوسه یې د ژوند د بېرته جوړولو لپاره لازم ملاتړ نه دی ترلاسه کړی. د نوموړي په وینا، د بانکي کارتونو له ترلاسه کولو سره سره د هغه د کورنۍ حساب ته هېڅ پیسې نه دي لېږل شوې.

موسی‌زی وايي، د استوګنې لپاره ځمکه نه ده ورکړل شوې او له مرستندویه ادارو څخه یې هم کافي خوراکي او غیرخوراکي مرستې نه دي ترلاسه کړې. هغه وایي، کورنۍ یې د دویم ژمي له رانږدې کېدو سره لا هم له نامعلوم وضعیت سره مخ ده او د حکومت له خوا ورته د کور، ځمکې یا د خوراکي توکو د برابرولو عملي اسانتیا نه ده برابره شوې.

نوموړي په پاکستان کې د زړو اوسپنو او کارول شویو توکو په پېر او پلور عاید ترلاسه کاوه، خو افغانستان ته د ستنېدو پر مهال اړ شو خپله شتمني په ټیټه بیه وپلوري. هغه وايي، د خپلې پخوانۍ ځمکې د دېوالونو د جوړولو لپاره یې شاوخوا ۱۵۰ زره افغانۍ پور اخیستی، خو د بې‌کارۍ او د پانګې د نشتوالي له امله یې تر اوسه پور نه دی ادا کړی.

موسی‌زی له حکومت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو د راستنو شویو کورنیو لپاره د کار، سرپناه او پراخو مرستو غوښتنه کوي. هغه ادعا کوي چې د اقتصادي فشار له امله یې دوه ځوان زامن په قاچاقي لارو ایران، پاکستان یا کوم بل هېواد ته د تلو فکر کوي. د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د دغې کورنۍ د ستونزو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

طالب چارواکو تر دې مخکې ویلي چې یو شمېر راستنو شویو کسانو ته یې نغدي او خوراکي مرستې، ترانسپورټي خدمتونه او په ځینو سیمو کې د ځمکې او سرپناه د وېش زمینه برابره کړې ده. خو د راپور له مخې، دغو مرستو ته د کورنیو لاسرسی او د مرستو کچه په ټولو سیمو کې یو شان نه ده.

UNHCR، د کډوالۍ نړیوال سازمان او ځینو نورو نړیوالو بنسټونو ویلي چې راستنېدونکو ته یې نغدي مرستې، روغتیايي خدمتونه، سرپناه او بشري ملاتړ وړاندې کړی، خو د بودجې کمښت او د اړتیاوو پراخوالی د دغو پروګرامونو اغېز محدودوي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اټکل له مخې، راتلونکی ژمی به په افغانستان کې شاوخوا ۴،۲ میلیونه کسان د سرپناه مرستو ته اړتیا ولري.

د ټولنیزو چارو فعال عبدالوارث سیغاني وايي، بې‌وزلي، د کاري فرصتونو کمښت او د بشري مرستو په مدیریت کې ستونزې د راستنېدونکو بیا ادغام ستونزمنوي. د هغه په باور، که د کار او ژوند د ښه کېدو لپاره پراخه تګلاره رامنځته نه شي، ځینې راستنېدونکي ښايي د اقتصادي فشار له امله یو ځل بیا نورو هېوادونو ته د تلو هڅه وکړي.