کورنیو چارو وزارت: د کور ساتنې جواز لرونکې وسله په نورو ځایونو کې مه کاروئ

د کورنیو چارو وزارت هغو کسانو ته خبرداری ورکړی چې د خپلو کورونو د ساتنې لپاره یې د وسلې ګرځولو جواز اخیستی، څو دغه وسله له ټاکل شوي هدف پرته په نورو ځایونو کې ونه کاروي.
وزارت په خپله اېکسپاڼه کې ویلي چې د کور ساتنې لپاره جواز لرونکې وسله د ځان، دوکان، سوداګریز ځای یا نورو موخو لپاره کارول د نافذه اصولو خلاف دي.
د وزارت د څرګندونو له مخې، که د وسلې له جواز او ټاکل شوي استعمال څخه سرغړونه ثابته شي، وسله به له اړوند کس څخه ضبط شي او د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې به ورسره قانوني چلند وشي.
کورنیو چارو وزارت له ټولو هغو کسانو چې دغه ډول وسلې لري غوښتي، د وسلې د کارولو ټاکلي اصول مراعات کړي او له هر ډول سرغونې ډډه وکړي.