د امریکا له خوا د شاوخوا ۱۵۰ افغانانو د ایستلو راپور؛ پاکستان ته د لېږد احتمال

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د امریکا اداره په پام کې لري چې له ۱۵۰ ډېر افغانان له دغه هېواد څخه وباسي او د پاکستان له لارې یې افغانستان ته ولېږي. ویل شوي چې د دې بهیر لومړۍ الوتنه ښايي د نومبر په دوهمه ترسره شي.
راپور وايي، په لویزیانا ایالت کې لسګونه افغان کډوال نیول شوي دي. د افغان اېواک ادارې مشر شان واندایور ویلي، په دغو کسانو کې ډېری هغه افغانان دي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا ته تللي دي.
واندایور زیاته کړې چې د ایستلو له ګواښ سره مخ کسانو کې د هغو افغانانو وروڼه، زامن او نور خپلوان هم شامل دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و. د هغه په وینا، د دغو کورنیو ځینې غړي ښايي په افغانستان کې له امنیتي ګواښونو سره مخ شي.
د یوه امریکايي چارواکي په حواله ویل شوي چې افغانان به لومړی پاکستان ته ولېږدول شي، ځکه واشنګټن له طالبانو سره رسمي دیپلوماتیکې اړیکې نه لري او نه شي کولای افغانستان ته د هغوی د مستقیم ستنولو چارې تنظیم کړي. د امریکا اداره دغه اقدامات د کورني امنیت او د کډوالۍ د بهیر د سخت مدیریت برخه بولي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت د عملیاتو د جزئیاتو له تاییدولو ډډه کړې او د دې کار دلیل یې د عملیاتو امنیت بللی دی. د بهرنیو چارو وزارت هم د راپورونو نه رد او نه تایید کړی، خو ویلي یې دي چې هېوادونه باید خپلې پولې او د کډوالۍ بهیرونه د خپلو وګړو د امنیت او هوساینې د خوندي کولو لپاره مدیریت کړای شي.
د سرچینې په وینا، امریکا تر دې مخکې افغانان افغانستان یا پاکستان ته نه وو ستانه کړي. د ۲۰۲۶ کال په اوږدو کې له امریکا څخه د ایستل شویو افغانانو کره شمېر هم نه دی روښانه شوی؛ خو د سپټمبر په میاشت کې ۴۷ کلنه افغانه نذیره حاجيزاده، چې په امریکا کې یې د دایمي اوسېدنې سند درلود، له دغه هېواده ایستل شوې وه. د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې تر اوسه د شاوخوا ۱۵۰ افغانانو د پاکستان پر لور د احتمالي لېږد په اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې.