د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شفيق الرحمن “شفق”

د شفيق الرحمن "شفق" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

9 خپاره شوي شعرونه

نادان زړگيهبشپړ شعر ولولئ

نادان زړگيه

شفيق الرحمن "شفق"

جانان جانان مه رانه
غــــــــــواړه ای نادان
زړګیه
نور دمرګي په خــوب ویده
دی هغه ګران زړګیه

رویبارګونګی شو ښکته ګوري
څه به وایي ماته
په زنکـــــــــــدن کې
وؤ اشنا ستا په ارمان
زړګیه

رنګ ته دې ګـــــــورم
ژړه راشي خزان راغی په تا
علاج دې نشي ګرځوم دې په
جهــــــــــــــان زړګیه

چې تورې
خــــــــــــاورې اړاوم
دیار په سپین بشر
نه وؤم خبر چې داسې هم
شته امتحـــــــــان
زړګیه

دا تورا شپه چې په تا
راغلــــــه هیڅ رڼا به
نه شی
تڼۍ دې وتړه نور مه
شکـــــــــــــــوه
ګریوان زړګیه

راځه راځه که ویده ګیګې
نور ویده شـــــــــه
خپله
للو للـــــــــــــــو
کولی نشم یم
ستـــــــــــــومان
زړګیه

پس له مرګه به دیدن وي
مرګ چې راشي ښـه دی
دعزرایل به په( شفق) وي
ډیر احســـــــــــــان
زړګیه

گودربشپړ شعر ولولئ

گودر

شفيق الرحمن "شفق"

له ستورو ډک
لکــــــــــــــــــه
اسمان ته ګودر یې که نه
کاروان دمینې در روان دی
بختــــــــــــــــــــور
یې که نه

لاس دې چاپیر کړلو له
حسنه هیڅ حســــــــاب نه
منې
مونږ خو له ورانه
درتــــــــــــــــه
ګورو زوره ور یې که نه

یواځی زه اوبل مې زړه دا
ستا
غمـــــــــــــــــونه
شمارو
ته مازدیګر ډک له
خنــــــــــــــــــــدا
وایه اختر یې که نه

ماویل لار کې دې ولاړ
یمـــــــــــــــــــــه
سوالګـر د مینې
حســن زکـات لـــري،
زکـات نـه يـې خــــبـر
يـې کـه نــه؟

سوال می قبول شو
شپــــــه سبا شوه جانان
راغی ماته
اوس راته ووایه زخمي زما
ځــــــــــــــــــــــــــګر
یې که نه

په تش دیدن مې په سر
مــات کړ خپل غرور دښایست
ریښتیا به وایي ای
(شفقـــــــــــــــــه)
جادوګر یې که نه؟

وفا خبرېبشپړ شعر ولولئ

وفا خبرې

شفيق الرحمن "شفق"

جانانه
مــــــــــــــــــه
اوره د هر چا خبرې
پریږده
کــــــــــــــــوي دې
دا دنیا خبرې

زه مقتدی اشنا
امــــــــــــــــــام
دی ځما
شېخـــــــــــــــه نور
مه کړه د تقوا خبرې

زړه دی ډوب شـوی په تیارو
کې ځما
راځــــــــــــــه چې
وکـــــــــړو د رڼا خبرې

لاس به په مـــــــا او
زه به یې په ته اچووم
نورې به نکړې د
تنهــــــــــــــــــــــا
خبری

له سپینې خولې نه دې شکرې
اوری
راته
کــــــــــــــــــــــــــــوې
به تر سبا خبرې

پلار دې ســــــاده دی
غوله ولی رقیب
په خپله خوله کړي د بل چا
خبرې

ګوندی لږ رحم یې پــــه
زړه کې راشي
نن دې بابا سره
کـــــــــــــووم بیا
خبرې

زړه به مې وچـــــوي چې
منکره نه شي
راته
کــــــــــــــــــــــــوي
به نن صفا خبرې

ګرانې پرهــــر نه چې
ناسور جوړا وي
څومره ترخې وي د
جفــــــــــــــــــا
خبرې

زه ګناه ګار یمه
شـــــــــــــــکي یم
خلګو

ما ویل دروغ دي د
اشنـــــــــــــــــا
خبرې

د زړه صندوک مې چې ورخلاص
کوشفق
پکې پرتې وې د
وفــــــــــــــــــــــا
خبرې

مينهبشپړ شعر ولولئ

مينه

شفيق الرحمن "شفق"

یمه شـــــــــاعر زه په
شعرو کې لټــــــــــوومه
مینه
زاهد بیا وایي په
تسپـــــــــــــــو کې
لټوومه مینه
 


خپـــــــــــل یې دلبر
خپل یې
ګــــــــــــــــودر د
رقیب
زه داغیارو په
کوڅــــــــــــــــو کې
لټـــــــوومه مینه
 


څپې څپې که په
مــــــــــا راشي هڅ
پروایې نشته
زه خــــو دحسن دریابو کې
لټــــــــــــــــــــوومه
مینه
 


تمه مې نشته خپل اشنا ته
ځم کچـــــکول به اخلم
د
عاشقــــــــــــــــانو
زیارتو کې
لټــــــــــــــوومه
مینه
 


دا چی زنګیږمـــــــه
شوګیر یم ساقی نه یم خلګو
څراغ می پـه لاس کې په
تیارو کې لټوومه مینه
 


مزل
کوومـــــــــــــــــــــــــــه
تر منزل له رسیدلی نه یم
له ښار نه ولاړم وس په
غرو کې لټــــــــوومه
مینه
 


بلبل که ګرزي ګلستان کې
خپـل اشنا به غواړي
شفق)یم باز په
اسمـــــــــــــــانو کې
لټوومه مینه

ستم زما د ياربشپړ شعر ولولئ

ستم زما د يار

شفيق الرحمن "شفق"


 


حیران یم نه پوهیږم په
ستم زما د یار
وږاړم په ځان او که په غم
زما د یار

کله سترګو کی موسکه شی
کله شنه شی له ږړه
په غم کی اموخته شوم په
دی چم زما دیار

څاڅکی شی باران شی
راوریګی له اسمان
رایاد ۍ چی دیدن شی ما
خوستن زما دیار

ناڅاپه په مخ راغله نوک
نیولي وارختا شوه
ادا وو یې په زړا باندي
ویشتم زما دیار

شفق)قلم په لاس کی خو له
شعرنه خبر نه وؤم
وس جوړ رانه شاعر شو په
یو دم زما دیار

هر افغان راباندې گران دیبشپړ شعر ولولئ

هر افغان راباندې گران دی

شفيق الرحمن "شفق"

څومره چې ځان دومره جانان
راباندې ګران دی
د یار غم هر یو ارمان
راباندې ګران دی

له ګناه نه وبیریږم که یې
ښکل کړم
هم می دین او هم ایمان
راباندې ګران دی
.
چې سرې شونډې یې په کتاب
راته روا کړې
دملا کبسه کې نه یم طالب
جان راباندې ګران دی
.
تورې تیارې ېې رڼا کړي په
چراغ د غزل
قربان شم له حمزه او هم
کاروان راباندې ګران دی

چې په سترګو پښتنو شفق
ورګورم
په نړۍ کې هر پښتون او هر
افغان راباندې ګران دی

زه هغه افغان يمبشپړ شعر ولولئ

زه هغه افغان يم

شفيق الرحمن "شفق"

دا ته څـــــه فکر کوی په
ما دی څه ګومان کړی دی
زه هغه افغان یم ما حکومت
په ټول جهان کړی دی
که المان دی که فاریس دا
وی پخـــــــــــــــــوا
خبری
زما غیرت ته
خـــــــــــــو سلام هم
اصفحان کړی دی
که می سر
غـــــــــــــوڅ ای
غلیمه بيا ی هم نه پریږدم
خاوره ساتم د بلا مخ ته
می خپل ځـــــــــان کړی
دی
په خپل لاس می وؤ لوی کړی
نن هغـــــــه ماشومان
وای ته کافر ندی پریږدم
دا می اعــــــــــلان
کړی دی
ملا
بښنـــــــــــــــــه
غــــــــــــــــــــواړم
یوه پوښتنه لرم
د دوی په غـــــــــــوږ
کی
چـــــــــــــــــــــا
اذان کړی دی؟
(شفقه)میلمــــــــــــــــــــــــه
ی خپل وینه د بل ورکوی
همدغه کار کی خو سلام
ورته شیــــــــطان کړی
دی

ساقيبشپړ شعر ولولئ

ساقي

شفيق الرحمن "شفق"

ساقی پیالی ډکه وا پی
اموخته یمه زه
په مه اثر نه کوی په غم
اخته یمه زه

مینه ی نشته په زاری وی
دیدن
اسی جار جار راته کوی
څومره ساده یمه زه

اشنا خو ګران دی ماته اسی
ګیله می وکړا
داسی کوؤمه کله چی ډیر
غصه یمه زه

نورا توبه اوباسم یمه
ستومان له یارا
دا چی می کړی مینه په دی
خفه یمه زه

صفت،غیبت کم د یار خبر له
ځانه نه یم
دا شعر به پریړدم
دلته,(شفق) نشه یمه زه
 

کابل مې نه کړېبشپړ شعر ولولئ

کابل مې نه کړې

شفيق الرحمن "شفق"

که مې له
ځـــــــــــــانه څومره
جار کړې خپل مې نه کړې
همداسې سپینې سترګې پاتې
شوم کجل مې نه کړې
 


زه خـو په تمه
دوفـــــــــــــــــــــا
و ستا قفس ته ناست وؤم
ته رانه والوتې
کارغــــــــــــــــــــــه
شوې بلبل مې نه کړې
 


زما په زړه وؤ چې ستا په
مینه به کتاب
لیکمــــــــــــــــه
ته يو نیمګړی نیم بیتی
شـــــــــــــــــــوې
غزل مې نه کړې
 


زه لا تر اوسه انتظار یم
ستا د
راتلــــــــــــــــــــــــــو
په تمه
تا رانه لارې کړې
جـــــــــــــــــــــــدا
دلاې مل مې نه کړې
 


په ځان شکي شوم
شیخـــــــــــــه وایه
بې ایمان یم که نه؟
چی لا تر
اوســــــــــــــــــــــــــــــه
پیښور ی کابل مې نه کړې