د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي شفيق الرحمن "شفق" شعرونه

کابل مې نه کړې



که مې له ځـــــــــــــانه څومره جار کړې خپل مې نه کړې
همداسې سپینې سترګې پاتې شوم کجل مې نه کړې
 

زه خـو په تمه دوفـــــــــــــــــــــا و ستا قفس ته ناست وؤم
ته رانه والوتې کارغــــــــــــــــــــــه شوې بلبل مې نه کړې
 

زما په زړه وؤ چې ستا په مینه به کتاب لیکمــــــــــــــــه
ته يو نیمګړی نیم بیتی شـــــــــــــــــــوې غزل مې نه کړې
 

زه لا تر اوسه انتظار یم ستا د راتلــــــــــــــــــــــــــو په تمه
تا رانه لارې کړې جـــــــــــــــــــــــدا دلاې مل مې نه کړې
 

په ځان شکي شوم شیخـــــــــــــه وایه بې ایمان یم که نه؟
چی لا تر اوســــــــــــــــــــــــــــــه پیښور ی کابل مې نه کړې
 

د شاعر نور شعرونه ←