پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
وفا خبرې
جانانه
مــــــــــــــــــه
اوره د هر چا خبرې
پریږده
کــــــــــــــــوي دې
دا دنیا خبرې
زه مقتدی اشنا
امــــــــــــــــــام
دی ځما
شېخـــــــــــــــه نور
مه کړه د تقوا خبرې
زړه دی ډوب شـوی په تیارو
کې ځما
راځــــــــــــــه چې
وکـــــــــړو د رڼا خبرې
لاس به په مـــــــا او
زه به یې په ته اچووم
نورې به نکړې د
تنهــــــــــــــــــــــا
خبری
له سپینې خولې نه دې شکرې
اوری
راته
کــــــــــــــــــــــــــــوې
به تر سبا خبرې
پلار دې ســــــاده دی
غوله ولی رقیب
په خپله خوله کړي د بل چا
خبرې
ګوندی لږ رحم یې پــــه
زړه کې راشي
نن دې بابا سره
کـــــــــــــووم بیا
خبرې
زړه به مې وچـــــوي چې
منکره نه شي
راته
کــــــــــــــــــــــــوي
به نن صفا خبرې
ګرانې پرهــــر نه چې
ناسور جوړا وي
څومره ترخې وي د
جفــــــــــــــــــا
خبرې
زه ګناه ګار یمه
شـــــــــــــــکي یم
خلګو
ما ویل دروغ دي د
اشنـــــــــــــــــا
خبرې
د زړه صندوک مې چې ورخلاص
کوشفق
پکې پرتې وې د
وفــــــــــــــــــــــا
خبرې