د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي شفيق الرحمن "شفق" شعرونه

مينه



یمه شـــــــــاعر زه په شعرو کې لټــــــــــوومه مینه
زاهد بیا وایي په تسپـــــــــــــــو کې لټوومه مینه
 

خپـــــــــــل یې دلبر خپل یې ګــــــــــــــــودر د رقیب
زه داغیارو په کوڅــــــــــــــــو کې لټـــــــوومه مینه
 

څپې څپې که په مــــــــــا راشي هڅ پروایې نشته
زه خــــو دحسن دریابو کې لټــــــــــــــــــــوومه مینه
 

تمه مې نشته خپل اشنا ته ځم کچـــــکول به اخلم
د عاشقــــــــــــــــانو زیارتو کې لټــــــــــــــوومه مینه
 

دا چی زنګیږمـــــــه شوګیر یم ساقی نه یم خلګو
څراغ می پـه لاس کې په تیارو کې لټوومه مینه
 

مزل کوومـــــــــــــــــــــــــــه تر منزل له رسیدلی نه یم
له ښار نه ولاړم وس په غرو کې لټــــــــوومه مینه
 

بلبل که ګرزي ګلستان کې خپـل اشنا به غواړي
شفق)یم باز په اسمـــــــــــــــانو کې لټوومه مینه

د شاعر نور شعرونه ←