د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي شفيق الرحمن "شفق" شعرونه

هر افغان راباندې گران دی



څومره چې ځان دومره جانان راباندې ګران دی
د یار غم هر یو ارمان راباندې ګران دی

له ګناه نه وبیریږم که یې ښکل کړم
هم می دین او هم ایمان راباندې ګران دی
.
چې سرې شونډې یې په کتاب راته روا کړې
دملا کبسه کې نه یم طالب جان راباندې ګران دی
.
تورې تیارې ېې رڼا کړي په چراغ د غزل
قربان شم له حمزه او هم کاروان راباندې ګران دی

چې په سترګو پښتنو شفق ورګورم
په نړۍ کې هر پښتون او هر افغان راباندې ګران دی

د شاعر نور شعرونه ←