د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي شفيق الرحمن "شفق" شعرونه

گودر



له ستورو ډک لکــــــــــــــــــه اسمان ته ګودر یې که نه
کاروان دمینې در روان دی بختــــــــــــــــــــور یې که نه

لاس دې چاپیر کړلو له حسنه هیڅ حســــــــاب نه منې
مونږ خو له ورانه درتــــــــــــــــه ګورو زوره ور یې که نه

یواځی زه اوبل مې زړه دا ستا غمـــــــــــــــــونه شمارو
ته مازدیګر ډک له خنــــــــــــــــــــدا وایه اختر یې که نه

ماویل لار کې دې ولاړ یمـــــــــــــــــــــه سوالګـر د مینې
حســن زکـات لـــري، زکـات نـه يـې خــــبـر يـې کـه نــه؟

سوال می قبول شو شپــــــه سبا شوه جانان راغی ماته
اوس راته ووایه زخمي زما ځــــــــــــــــــــــــــګر یې که نه

په تش دیدن مې په سر مــات کړ خپل غرور دښایست
ریښتیا به وایي ای (شفقـــــــــــــــــه) جادوګر یې که نه؟

د شاعر نور شعرونه ←