پښتو ادب · شاعران
قیصر اپریدی
د قیصر اپریدی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
12 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
قیصر اپریدی
نــوم نــمــود دے او جــګــړه پـه هـم دې ده
د سوچونو مېنځ کښې شخړه په هم دې ده
هـــــره ونــه خـــوري د بــلــې ونــې پـاڼــې
هــــــره ونــــه لـــک لـــغــړه پــه هـم دې ده
زمــونــږ هــر یــو اســوېــلــے مـتـعـصب دے
دا فـــضـــا هـــډو کـــکـــړه پـــه هــم دې ده
تــا وئــیــل او مـــا جـــواب درکــړے نـۀ دے
حـــوصــلــه مـې درنـه لـوړه پـه هــم دې ده
دا چــې پـــټــه دې نـیــولـې ده په زړۀ کښې
د قـــېـــصــر سـره دې مــړه! پـه هــم دې ده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
قیصر اپریدی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
قیصر اپریدی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
قیصر اپریدی
لا مــو بــحــال ده يــارانــه اجــنـبــي شــوي نـۀ یـو
لا خــو غــزل او زۀ یــو بـل تـه پـردي شـوي نـۀ یـو
لا مـو هـم هـغـسـې لـمـسـونـه شـبـنـمي غـوندې دي
لا پـه ګـل پـاڼـو کـښـې بـدخـویـه ازغـي شوي نۀ یو
لا پـه خــبـرو کـښـې آهـنـګ مـحـسـوسـوو د یـو بـل
لا د ســلـوک پـه خــنـجـرونـو زخـمـي شـوي نـۀ یـو
لا مــو د هــجــر پــه تـاوونـو کـښـې لامـبـلي نـۀ دي
لا د قــربــت پـــه پـښـېـمـانـیـو سـتـي شـوي نـۀ یـو
لا د حیات په ښاریه کښې څه ښایست هم شته دے
لا خـو بـدرنـګې خـودکـشـۍ تـه راضـي شـوي نۀ یو
لا د ځــانــونــو قـــيـــمـــتــونـــه لــګــولــي چـــــا دي؟
لا په خپل ځان کښې دومره سپک او ردي شوي نۀ یو
لا خـو پـه دې سـفـر کـښـې نـیم نیم سړي شوي هم یو
لا کـه پـه دې سـفر کـښې نـیـم نـیـم سـړي شوي نۀ یو
لا راتـېـرېـږو د مـشــکــوک شــان کــېــفــیــت پــه لاره
لا د یــقـــیـــن تــر حــده ســم لــيـونــي شــوي نـۀ یـو
لا خــو درنـې درنـې پــګــړۍ راتــه پــه ســر مــۀ تــړه
لا خــو قــېــصــره دومــره هــم رازلـمـي شـوي نـۀ یـو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
قیصر اپریدی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
قیصر اپریدی
اوس به په سترګو د احتیاط کومه شیشه لګوم
اوس خـو د ټـکي په لوستـو پـوره شـېـبـه لګـوم
تـیـرې چـیـچـلے یـم په ځـان هـډو پوهـېږمـه نه
بـلـې ډیـوې تــه تـیـلے ورتــه کـــړم ډیـوه لـګـوم
اے د تـنـدي لانـدې مـې ویـنـه د انـسان پرته ده
پـه دغـه ځـمـکـه بـه زۀ څـه رنګه سجـده لـګـوم
په کـوم قـوت به مور راوړي ته شکست ورکوم
راځـــه پـه خـپـلـه راپــرځــېــږمـه، اوږه لـګـوم
څــوک راته ووایئ په کومـه ناروغۍ ککړ شـوم
پــه تُــوانـا وجـــود روان یــم او چُــوکه لــګــوم
پــرېـږده د ټــولـې دنـیـا خـلـق قـاتـلان دي زمــا
زۀ بـه د چـا چـا پـه نـامـې، چـاتـه نـکـته لـګـوم
قــېــصــره نـۀ خـو اعـتِـبـار د آئـیـنـو پـاتـې دے
قــېــصــره نۀ خو په خپل کور کښې آئینه لګوم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
قیصر اپریدی
نېــغــه نـۀ وي تـېـروبـېـره ســتومـاني وي
د تــــفـکـیـر د لارو ډېره ســتـومــانـي وي
د ســــفر په لــذت دا ســـړے خـــــبر دے
بــس روان وي ترېنه هېره سـتوماني وي
د ټـــپې آهــنګ دې هـــېر مه شه راهروه
چې د پــښو نه دې چاپېره ستوماني وي
هـمدمان مې که هر څو ځانونه پټ کړي
په کــکو کښې ئې برڅېره ستوماني وي
د قــــېـــصــــر دماغ عجبه قـېدخانه ده
کالـوســر پکـــښې راګېره سـتوماني وي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
قیصر اپریدی
یـاد راتـه نـۀ دي زۀ بـه کلـه راپــــرېـوتے ومـه
پـه خـوب وودۀ ومـه وربـلـه راپـــرېـوتے ومـه
بـس خو یو درز غوندې حواسـو ته راورسېدو
ما وې آسمان دے جوړ په خپله راپرېوتے ومه
زۀ د قـدم په شـانې بیا هـم پـورته شوے یـمه
زۀ کـه د پـل غـونـدې مـزلـه راپــــرېـوتے ومـه
دا به زمـا بدحواسي وه که نصیــب مې بد وۀ
دنـیـا چې پــورتـه درخـتـله، راپــــرېـوتے ومـه
تـۀ د اجـل پـه قـدم تـلې بـیا هم خفه خفه وې
ماتـه دې نـۀ کـوت بـې اجـلـه راپــرېـوتے ومـه
خدایګو په څومره تجسس خو مې نن واورېدله
خـلـقـو زمـا قـیـصــه کـولـه، راپــــرېـوتے ومــه
قـېـصـر د لـوئې حـادثې سـره مـخ شوے وۀ نن
ښـه ده چې ستـا غېږ ته بخمله راپــرېـوتے ومه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
قیصر اپریدی
که غږ ئې راکړو غږ به ورکړو، سر په سر ښۀ یُو
ګنـي خـواهشـــه! غــلي ښـۀ یـُو، ناخـبر ښـۀ یُو
سمــاعـــتونــه مــو د لـوې تــاوان خــبـر راکـوي
ذوقــــه! راځــه ددې هــجــوم نه رابـهـر ښـۀ یُو
ښـه نو زمونږ د خلاګانو سـره ... څه نسبـت وۀ؟
راغورځـــېدلي ښـۀ یُو، مـات، وزر وزر ښـۀ یُو
د طــوفـانونو تمـاشې تـه په بام څوکـــ ودرېدل؟
پرېږده چـې ولي مـو بې واکـه غر په غر ښۀ یُو
غـواړم چـې نـن یـوه ناویاتـه شـان دعـا وغواړم
مونږه په حـال کړه نۀ سپـېرۀ نۀ بختـور ښۀ یُو
د شـــرانـګـېـزې بـېدارۍ لــه شــره ډک دورانــه!
مـــونـږ خـوبـولي پــه زانـګـو کښې د هنر ښۀ یُو
د ځمـکې تـل کښـې لـکه جـرړې د یو بل په لټون
قـېـصــره ورک د مـحـبـت پـه لوې ســفر ښـۀ یُو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
قیصر اپریدی
لګي پرې نرۍ نرۍ هوا راژوندے کېږي
ما خو درته وې چې ژوند به بیا راژوندے کېږي
مۀ کوه بې وخته دعاګانې ورته مۀ کړه
دا مرحوم په وخت د مدعا راژوندے کېږي
دا مئین عجب غوندې رنځور د توجه دے
مري په دوایانو بې دوا راژوندے کېږي
ماته پرونۍ ورځې یو دا وصیت پرېښود
څوک به نن ژوندے وي څوک سبا راژوندے کېږي
خدائیګو که له هیچا دل سوخته دے مرور دے
هغه د خپل زړۀ نه ناپخلا راژوندے کېږي
ستا قېصر به خامخا ستا غږ ته ځواب درکړي
تۀ خو خپله غاړه کړه ادا راژوندے کېږي