افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
په دې دروغو کښې به څه د رښتیا خوب ووینم
زۀ وودۀ شـوے کـلـه یـمـه چـې لا خـوب وويـنم
زۀ خـپـلو ستـرګـو تـه یـو داسـې انقلاب غواړمه
چې د ټـول عـمـر له خـوبونو جـدا خـوب ووینم
داسې مـوسـم دے د هـیـچا سـره مې زړۀ نۀ لګي
د ناخوالۍ په دې فـضـا کښـې د چا خوب ووينم؟
خـپـلـو خــوبــونـو ویـرولـے یـم تـۀ څـه خـبـر ئـې
تۀ راتـه بـیـا وائې، وودۀ شـم او بیا خوب ووینم!!
لا بـې یـقـینـه یـم دا سـتـرګې زمـا سـترګې نۀ دي
زۀ پـه پـردیـو سـتـرګـو څـنـګه زمـا خـوب ووینم
ژونـد پـه هر حال پـه هر لباس کښې ستمګر وختو
اوس د زړې کـــه یــې د نـــوې ادا خـــوب وویـنـم
قـېـصـره نـور درتـه لـه خـپـلـه خـوبـه څـه ووایم
بس خو راويښ شمه د زړۀ په درزا، خوب ووینم