افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
نــوم نــمــود دے او جــګــړه پـه هـم دې ده
د سوچونو مېنځ کښې شخړه په هم دې ده
هـــــره ونــه خـــوري د بــلــې ونــې پـاڼــې
هــــــره ونــــه لـــک لـــغــړه پــه هـم دې ده
زمــونــږ هــر یــو اســوېــلــے مـتـعـصب دے
دا فـــضـــا هـــډو کـــکـــړه پـــه هــم دې ده
تــا وئــیــل او مـــا جـــواب درکــړے نـۀ دے
حـــوصــلــه مـې درنـه لـوړه پـه هــم دې ده
دا چــې پـــټــه دې نـیــولـې ده په زړۀ کښې
د قـــېـــصــر سـره دې مــړه! پـه هــم دې ده