د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي قیصر اپریدی شعرونه

غزل

اوس به په سترګو د احتیاط کومه شیشه لګوم

اوس خـو د ټـکي په لوستـو پـوره شـېـبـه لګـوم

تـیـرې چـیـچـلے یـم په ځـان هـډو پوهـېږمـه نه

بـلـې ډیـوې تــه تـیـلے ورتــه کـــړم ډیـوه لـګـوم

اے د تـنـدي لانـدې مـې ویـنـه د انـسان پرته ده

پـه دغـه ځـمـکـه بـه زۀ څـه رنګه سجـده لـګـوم

په کـوم قـوت به مور راوړي ته شکست ورکوم

راځـــه پـه خـپـلـه راپــرځــېــږمـه، اوږه لـګـوم

څــوک راته ووایئ په کومـه ناروغۍ ککړ شـوم

پــه تُــوانـا وجـــود روان یــم او چُــوکه لــګــوم

پــرېـږده د ټــولـې دنـیـا خـلـق قـاتـلان دي زمــا

زۀ بـه د چـا چـا پـه نـامـې، چـاتـه نـکـته لـګـوم

قــېــصــره نـۀ خـو اعـتِـبـار د آئـیـنـو پـاتـې دے

قــېــصــره نۀ خو په خپل کور کښې آئینه لګوم

د شاعر نور شعرونه ←