د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي قیصر اپریدی شعرونه

غزل

لګي   پرې   نرۍ   نرۍ   هوا   راژوندے   کېږي

ما خو درته وې چې ژوند به بیا راژوندے کېږي

مۀ  کوه   بې  وخته  دعاګانې   ورته  مۀ   کړه

دا  مرحوم  په  وخت  د  مدعا  راژوندے کېږي

دا  مئین  عجب  غوندې  رنځور  د  توجه  دے

مري   په   دوایانو   بې   دوا   راژوندے   کېږي

ماته   پرونۍ   ورځې   یو   دا   وصیت  پرېښود

څوک به نن ژوندے وي څوک سبا راژوندے کېږي

خدائیګو  که له هیچا دل سوخته دے مرور دے

هغه   د  خپل  زړۀ  نه  ناپخلا  راژوندے   کېږي

ستا  قېصر  به  خامخا  ستا  غږ ته ځواب درکړي

تۀ   خو  خپله   غاړه   کړه   ادا  راژوندے   کېږي

د شاعر نور شعرونه ←