د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي قیصر اپریدی شعرونه

غزل

که غږ ئې راکړو غږ به ورکړو، سر په سر ښۀ یُو

ګنـي خـواهشـــه! غــلي ښـۀ یـُو،  ناخـبر ښـۀ یُو

سمــاعـــتونــه مــو د لـوې تــاوان خــبـر راکـوي

ذوقــــه! راځــه ددې هــجــوم نه رابـهـر ښـۀ یُو

ښـه نو زمونږ د خلاګانو سـره ... څه نسبـت وۀ؟

راغورځـــېدلي ښـۀ یُو،  مـات،  وزر وزر ښـۀ یُو

د طــوفـانونو تمـاشې تـه په بام څوکـــ ودرېدل؟ 

پرېږده چـې ولي مـو بې واکـه غر په غر ښۀ یُو

غـواړم چـې نـن یـوه ناویاتـه شـان دعـا وغواړم

مونږه په حـال کړه نۀ سپـېرۀ نۀ بختـور ښۀ یُو

د شـــرانـګـېـزې بـېدارۍ لــه شــره ډک دورانــه!

مـــونـږ خـوبـولي پــه زانـګـو کښې د هنر ښۀ یُو

د ځمـکې تـل کښـې لـکه جـرړې د یو بل په لټون

قـېـصــره ورک د مـحـبـت پـه لوې ســفر ښـۀ یُو

د شاعر نور شعرونه ←