پښتو ادب · شاعران
اجمل اټک يوسفزي
د اجمل اټک يوسفزي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
اټک يوسفزی له نن څخه څه دپاسه درې لسيزې پخوا د ننګرهار تل بهار د کامې ولسوالۍ په ادب زېږې او ادبپاله غيږه کې سترګې غړولې دي٠
ښاغلي اجمل يوسفزي خپلې لومړنۍ زده کړې په کابل او جلال اباد کې او منځنۍ زده کړې يې د کډوالۍ پر مهال د لرې پښتونخوا پر ځمکه د افغان کډوالو په بېلا بېلو ښوونځيو او مدرسو کې سر ته رسولي دي٠
اټک په ١٣٧٦ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پښتو څانګې نه بريالی ووتو٠ چې اوس مهال په اروپا کې د ناروې په هېواد کې مېشت دی٠
اټک يوسفری د کال 2003 راهسې د ( واخان ) په نوم د يوې مهالنۍ خپرونې مسوول او چلوونکی دی او همدا ډول د ( خښي کولتوري) ټولنې مشر هم پاتې شوی دی چې په ترڅ کې يې تر لس دولسو ډېر د پښتو ادب بېلابېل ګټور کتابونه د نوموړې ټولنې په امتياز خپاره کړي دي٠
اټک د خپلو ادبي سر ګرميو په ترڅ کې د ناروې هېواد په پلازمېنه اوسلو کې د خپلو ځينو فرهنګيانو او فرهنګپالو ملګرو په مرسته او ملتيا د (ادبي ناستې) په نوم د يوه افغان فرهنګي بهير بنسټ کېښود چې هره مياشت په پرلپسې ډول ادبي غونډې کوي، پټه دې نوي چې اټک د خپلو يو شمېر فرهنګپالو انډيوالانو په ملتيا د (افغان غږ ) په نوم يوه راډيو هم فعاله کړې چې د ايف ايم په څپو کې په پښتو ژبه خپرونې کوي او د انټرنېټ پر مټ يې تر هر چا غږ ور رسولی دی ٠
د اټک يوسفزي ادبي پنځونې ، سياسي ليکنې او راټولونې په لاندې ډول دي :
١: رڼې اوښکې (شعرونه -١٣٧٩ چاپکال) ٢ :د ازمېښت ډولۍ (د کيسو ټولګه -١٣٧٨) ٣ : د ځنګل ځناور(سمبوليکه کيسه -١٣٨١) ٤ :ارګ يا مرګ (سياسي ډرامه -٢٠٠٢ع ) ٥ : پښتانه مباح الدم دي (تاليف ٢٠٠٤ع) ٦: زما زړه تاسره دی (د ولسي شاعر سيد مراد د شعرونو غورچاڼ ، سريزه او اهتمام -٢٠٠٤ع ) ٧ : له مانه مه بېلېږه (د اغلې حسينه ګل د شاعرۍ غورچاڼ او اهتمام -٢٠٠٩ع) ٨ : د جنت دېوالونه (طنزي ټولګه) ٩ : زما زړه (شعري ټولګه ) ١٠ : د بودا سلګۍ (د امارت يادښتونه -ناچاپ) ١١ : نيمه نړۍ يوه هېواد کې ( ورځنۍ شننې -ناچاپ) ١٢ : يو کلی او څو څلي (د ارواښاد مراد علي صاحبزاده ، استاد خادم او موسی شفيق اند او ژوند - ناچاپ ) ١٣ : بنډارونه ( ادبي بحثونه - ناچاپ )١٤ : سيند په منګوټي کې ( د استاد صميم ادبي ليکونه - ناچاپ )١٥ : ټوکو کې رښتيا ( د سياسي او ادبي ټوکو ګډ جونګ - ناچاپ )
بي بي سي نه په مننه
شعرونه
6 خپاره شوي شعرونه
بله بلهبشپړ شعر ولولئ
بله بله
اجمل اټک يوسفزي
يوه مړه نه وي لمبه کــــــــــړي بــــــــله بـله
د رقيب خوا به سړيـــــــــږي پـــــــــه مـــا کله
عبث ژوند چې مې تېــــــريــــــږي ورځ تـــر بله
زړه مې شمې غوندې سوځي په ځان خـــــپله
نه پوهېږم چې دا څوک زما دښــــمـــــــــن دی
چې دستا غــونـــــــدې پـــــه اور سوځـم کابله
ولې مال او دولت نه وړې چې پرې موړ شې
چې دا زړه زما وړې په شپه کـــــــــې غله
دا خو تا پخپله وواژه پــــــــــه خـــــــــدايږو
اوس ژړا تـــه په اټک کړې اشـــــــــــنا څـــــله
01/19/2010
سواتبشپړ شعر ولولئ
سوات
اجمل اټک يوسفزي
په څه بانه دې مـــــلاقـــــات غــــــــواړمه
د خدای په نوم درنه خيرات غـــــــــــواړمه
د ګرېوانه تند ه مې نه مـــــــاتيــــــــــږي
ځکه د اوښکو خـــــــرابــــــــــــات غواړمه
ستا په زړګي مې کله غم لــــــــــــورېږي
دا خپل زړګی ځکه تـــــــــــل مات غواړمه
که خدای مې وپوښتي چې څه غواړې ته
زه بـــــه جنت کې هم ترې سوات غواړمه
پــــــه تــــــشه خــولــــه کله خپليږي اټک
خدايه منصور غونـــــــــــدې جذبات غواړمه
درد کويبشپړ شعر ولولئ
درد کوي
اجمل اټک يوسفزي
څو پورې به زړه وايم چـــې درد کوي
نور نو درته نه وايم چـــــــې درد کوي
رنګ مې د بدن ترجمانــــــي کــــوي
ولې به په خوله وايم چې درد کـــوي
سترګې دې را کاږي لا زړګی زمـــــــا
جنګ کې به نو څه وايم چې درد کوي
څومـــــره وړه غيږ کې سمندر ګرځۍ
کله مـــــې بــاڼــه وايم چې درد کوي
ته خو د اټک ستــــرګو تـــــــــه وګوره
څه به درته زه وايم چې درد کـــــــوي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اجمل اټک يوسفزي
مرګ ته مې نن بيا څو ځلې زړه کــېږي
ګورمه دې سترګو ته چې څه کـــــېږي
څنګه درته ووايم چې څـــــــه غـــواړم
دا خبر زما پـــــــه ژبــــــه نـــــه کېـږي
ټول چې د چا زړه وي خوړل شــوی نو
څه په تش ګوګل او تشه خــوله کېږي
دا چې له خبرې نه وا نه اوښـــــــــته
شک مې په شيطان د پښتانه کېــږي
ستا تلاش کې غـــلی غــــلی کېږمه
ځکه خو ګمان پـــه ما د غـــــله کېږي
دا د اټک زړه چې نـــــاسور شوی دی
نه غواړې علاج يې ګنـــې ښه کېږي
يو بغاوتبشپړ شعر ولولئ
يو بغاوت
اجمل اټک يوسفزي
لکه د اوښکو په شان کور جــــــــــوړه وم
ستا ګرېوانه کې ځان ته ګور جـــــــوړه وم
د لېونتوب ثبوت مـــــــــې دا ومـــــــــــــنه
چې شنو انګورو نه سور اور جـــــــوړه وم
يوه ټپه کــــــــې دې يــــــــادومـــــــه لږه
تاته هم ځان په شان پېغور جــــــــوړه وم
دا مې فطرت د پښــــــــتون خـــوی وګڼه
چې يو شر خلاص نه وي لا نور جوړه وم
يو بغـــــاوت تــــه مـــــــې يارانو زړه دی
د اټک زړه کې ځــــــــای په زور جوړه وم
پاتې شهبشپړ شعر ولولئ
پاتې شه
اجمل اټک يوسفزي
نن خو يوه پېـــــښه عجيـــــــــــبه وکړه
پاتې شه په سترګو کې مې شپه وکړه
راشه او ټول عــــمــــــر پــــه کې واړوه
خيال نه مې د بېرته تلو تـــــــوبـــه وکړه
ستا محل دی ځکه پرې وېــــــرېـــــږمه
زړه سره مې لــــــــــږه ګــــــذاره وکړه
داسې ګلان نشته چې تشبه يې شي
اوس يې د ښـــــــايست ته اندازه وکړه
خپل دې دی اټک پـــــــردی يې مه ګڼه
راشه د رقيب ســــــــــره دعــــوه وکړه