د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي اجمل اټک يوسفزي شعرونه

سوات

په څه بانه دې مـــــلاقـــــات غــــــــواړمه
د خدای په نوم درنه خيرات غـــــــــــواړمه

د ګرېوانه  تند ه مې نه مـــــــاتيــــــــــږي
ځکه د اوښکو خـــــــرابــــــــــــات غواړمه

ستا په زړګي مې کله غم لــــــــــــورېږي
دا خپل زړګی ځکه تـــــــــــل مات غواړمه

که خدای مې وپوښتي چې څه غواړې ته
زه بـــــه جنت کې هم ترې سوات غواړمه

پــــــه تــــــشه خــولــــه کله خپليږي اټک
خدايه منصور غونـــــــــــدې جذبات غواړمه

د شاعر نور شعرونه ←