د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

د ښاغلي اجمل اټک يوسفزي شعرونه

6 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

اټک يوسفزی له نن څخه څه دپاسه درې لسيزې پخوا د ننګرهار تل بهار د کامې ولسوالۍ  په ادب زېږې او ادبپاله  غيږه کې سترګې غړولې دي٠
ښاغلي اجمل يوسفزي  خپلې لومړنۍ  زده کړې په کابل او جلال اباد کې  او منځنۍ زده کړې يې د کډوالۍ پر مهال د لرې پښتونخوا پر ځمکه د افغان کډوالو په بېلا بېلو ښوونځيو او مدرسو کې سر ته رسولي دي٠
اټک په  ١٣٧٦ لمريز  کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پښتو څانګې نه بريالی ووتو٠ چې اوس مهال  په  اروپا کې د ناروې په  هېواد کې مېشت دی٠
اټک يوسفری  د کال 2003 راهسې د ( واخان ) په نوم د يوې مهالنۍ  خپرونې مسوول او چلوونکی دی او همدا ډول د ( خښي کولتوري) ټولنې مشر هم پاتې شوی دی چې په ترڅ کې يې تر لس دولسو ډېر د پښتو ادب  بېلابېل ګټور کتابونه د نوموړې ټولنې په امتياز خپاره کړي دي٠
اټک د خپلو ادبي سر ګرميو په ترڅ کې د ناروې هېواد په پلازمېنه اوسلو کې  د خپلو ځينو فرهنګيانو  او فرهنګپالو ملګرو په مرسته او ملتيا د (ادبي ناستې) په نوم د يوه افغان فرهنګي بهير بنسټ کېښود چې هره مياشت په پرلپسې ډول ادبي غونډې کوي، پټه دې نوي چې اټک د خپلو يو شمېر فرهنګپالو انډيوالانو په ملتيا د (افغان غږ ) په نوم يوه راډيو هم  فعاله کړې  چې د ايف ايم  په څپو کې  په پښتو ژبه خپرونې کوي او د انټرنېټ پر مټ يې تر هر چا غږ ور رسولی دی ٠
د اټک يوسفزي  ادبي پنځونې ، سياسي ليکنې او راټولونې په لاندې ډول دي :
١: رڼې اوښکې (شعرونه -١٣٧٩ چاپکال) ٢ :د ازمېښت ډولۍ (د کيسو ټولګه -١٣٧٨) ٣ : د ځنګل ځناور(سمبوليکه کيسه -١٣٨١) ٤ :ارګ يا مرګ (سياسي ډرامه -٢٠٠٢ع )  ٥ : پښتانه مباح الدم دي (تاليف ٢٠٠٤ع) ٦: زما زړه تاسره دی (د ولسي شاعر سيد مراد د شعرونو غورچاڼ ، سريزه او اهتمام -٢٠٠٤ع ) ٧ : له مانه مه بېلېږه (د اغلې حسينه ګل د شاعرۍ غورچاڼ  او اهتمام -٢٠٠٩ع)  ٨ :  د جنت دېوالونه (طنزي ټولګه)  ٩ :   زما زړه (شعري ټولګه )  ١٠  : د بودا سلګۍ (د امارت  يادښتونه -ناچاپ) ١١ : نيمه نړۍ يوه هېواد کې ( ورځنۍ شننې -ناچاپ) ١٢  : يو کلی او څو څلي (د ارواښاد مراد علي صاحبزاده ، استاد خادم او موسی شفيق اند او ژوند - ناچاپ ) ١٣ : بنډارونه  ( ادبي بحثونه - ناچاپ )١٤ : سيند په منګوټي کې ( د استاد صميم ادبي ليکونه - ناچاپ )١٥  : ټوکو کې رښتيا ( د سياسي او ادبي ټوکو ګډ جونګ - ناچاپ )

بي بي سي نه په مننه

د ښاغلي اجمل اټک يوسفزي شعرونه

بله بله

يوه  مړه نه  وي لمبه  کــــــــــړي بــــــــله بـله د رقيب  خوا به سړيـــــــــږي پـــــــــه مـــا کله عبث ژوند چې مې تېــــــريــــــږي ورځ تـــر بله زړه مې شمې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي اجمل اټک يوسفزي شعرونه

سوات

په څه بانه دې مـــــلاقـــــات غــــــــواړمه د خدای په نوم درنه خيرات غـــــــــــواړمه د ګرېوانه  تند ه مې نه مـــــــاتيــــــــــږي ځکه د اوښکو خـــــــرابــــــــــــات غواړمه ستا په زړګي مې کله غم لــــــــــــورېږي دا خپل…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي اجمل اټک يوسفزي شعرونه

درد کوي

څو پورې  به  زړه وايم چـــې درد کوي نور نو درته نه وايم  چـــــــې درد کوي رنګ مې د بدن  ترجمانــــــي کــــوي ولې به په خوله وايم  چې درد کـــوي سترګې دې را کاږي لا…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي اجمل اټک يوسفزي شعرونه

غزل

مرګ ته مې نن بيا څو ځلې زړه کــېږي ګورمه دې سترګو ته چې څه کـــــېږي څنګه درته ووايم چې څـــــــه غـــواړم دا خبر زما پـــــــه ژبــــــه نـــــه کېـږي ټول چې د چا زړه وي خوړل شــوی نو څه په تش ګوګل او تشه خــوله کېږي دا…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي اجمل اټک يوسفزي شعرونه

يو بغاوت

 لکه د اوښکو په شان کور جــــــــــوړه وم ستا ګرېوانه کې ځان ته ګور جـــــــوړه وم د لېونتوب ثبوت مـــــــــې دا ومـــــــــــــنه چې شنو انګورو نه سور اور جـــــــوړه وم يوه ټپه کــــــــې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي اجمل اټک يوسفزي شعرونه

پاتې شه

نن خو يوه پېـــــښه عجيـــــــــــبه وکړه پاتې شه په سترګو کې مې شپه وکړه راشه او ټول عــــمــــــر پــــه کې واړوه خيال نه مې د بېرته تلو تـــــــوبـــه وکړه ستا محل دی…

بشپړ شعر ولولئ ←