د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي اجمل اټک يوسفزي شعرونه

درد کوي

څو پورې  به  زړه وايم چـــې درد کوي
نور نو درته نه وايم  چـــــــې درد کوي

رنګ مې د بدن  ترجمانــــــي کــــوي
ولې به په خوله وايم  چې درد کـــوي

سترګې دې را کاږي لا زړګی زمـــــــا
جنګ کې به نو څه وايم چې درد کوي

څومـــــره وړه غيږ کې سمندر ګرځۍ
کله مـــــې بــاڼــه وايم چې درد کوي

ته خو د اټک ستــــرګو تـــــــــه وګوره
څه به درته زه وايم چې درد کـــــــوي

د شاعر نور شعرونه ←