د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي اجمل اټک يوسفزي شعرونه

بله بله

يوه  مړه نه  وي لمبه  کــــــــــړي بــــــــله بـله
د رقيب  خوا به سړيـــــــــږي پـــــــــه مـــا کله

عبث ژوند چې مې تېــــــريــــــږي ورځ تـــر بله
زړه مې شمې غوندې سوځي په ځان خـــــپله

نه پوهېږم چې دا څوک زما دښــــمـــــــــن دی
چې دستا غــونـــــــدې پـــــه اور سوځـم کابله

ولې مال  او  دولت  نه وړې چې پرې موړ شې
چې  دا  زړه  زما  وړې  په شپه کـــــــــې غله

دا  خو  تا  پخپله  وواژه  پــــــــــه خـــــــــدايږو
 اوس  ژړا تـــه په اټک کړې اشـــــــــــنا څـــــله

01/19/2010

د شاعر نور شعرونه ←