د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي اجمل اټک يوسفزي شعرونه

پاتې شه

نن خو يوه پېـــــښه عجيـــــــــــبه وکړه
پاتې شه په سترګو کې مې شپه وکړه

راشه او ټول عــــمــــــر پــــه کې واړوه
خيال نه مې د بېرته تلو تـــــــوبـــه وکړه

ستا محل دی ځکه پرې وېــــــرېـــــږمه
زړه سره مې لــــــــــږه ګــــــذاره وکړه

داسې ګلان نشته چې تشبه يې شي
اوس يې د ښـــــــايست ته اندازه وکړه

خپل دې دی اټک پـــــــردی يې مه ګڼه
راشه د رقيب ســــــــــره دعــــوه وکړه

د شاعر نور شعرونه ←